د ننګرهار په دولتې ښوونځیو کې له زده کوونکو د امتحان د ورقو په نامه هر کال په میلیونونو روپۍ په ناقانونه ډول ټولیږی.
راپور : صفی الله نصرت
د ننګرهار ولایت په دولتی ښوونځیو کې هر کال د زده کوونکو څخه په غیر قانونی ډول په میلیونونو افغانۍ د آزموینو د ورقو په نامه ټولېږی چې هېڅ قانونی جواز نه لری او د دولت بودجې ته هم نه ځی.
د ننګرهار ولایت د بېلابېلو دولتی ښوونځیو زده کوونکی شکایت لری چې هر کال لدوی څخه د آزموینو د ورقو په نامه پیسې ټولېږی چې په آزموینه کې د مصرفېدونکو ورقو له مصرف څخه دوه چنده او درې چنده زیاتې وی.
د جلال آباد ښار د پوهنې مدیریت اړوند د تجربوی نسوان لېسې یوه زدکړیاله رخسار چې په دوولسم ټولګی کې زده کړه کوی وایی چې دوی ته د اتلس مضامینو لپاره د ورقو ضرورت دی، خو له دوی څخه څلویښت افغانۍ ټولې شوې دی.
دغه زده کونکې غوښتنه کوی چې باید د آزموینو لپاره ورقې د دولتی ښوونځی اداره ورکړی: «کاغذ باید د دولت لخوا ورکړل شی ځکه چې زمونږ ډېر وطنداران وسه نه لری، نو هغوی به یې له کومه کړی؟»
د همدې لېسې یوه بله زده کړیاله ولوله بیا وایی چې له یو خوا کارونه نشته او بل خوا داسې انجونې شته چې د کورنۍ لخوا یې ښوونځی ته په آسانۍ د تګ اجازه نه ورکول کېږی او په ډېره سختۍ ښوونځی ته راځی، کورنۍ یې د ورقو لپاره پیسې هم نه ورکوی نو باید دولت د آزموینو لپاره ورقې ورکړی.
نادر ارمان چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د قلعه جانان خان لېسې د اووم ټولګی زده کوونکی دی، وایی چې له دوی څخه د نهه مضامینو آزموینه په ورقو کې اخیستل کېږی خو له دوی څخه په درې چنده پیسې اخیستل شوې دی خو دغه زده کونکی وایی چې په دا تېر څلور نیم میاشتنیو آزموینو کې له دوی نه دېریش (۳۰) افغانۍ اخیستل شوی دی.
د افغانستان د پوهنې وزارت د حکم په اساس له شهادت نامې او د کانکور کارت پرته چې د شهادت نامې لپاره (۲۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره (۴۲۰) افغانۍ اخیستل کېږی، نور په هر نوم له زده کوونکو څخه پیسې اخیستل منع دی. خو په ننګرهار ولایت کې هر کال د څلورنیم میاشتنیو او کلنیو آزموینو په خاطر د ورقو لپاره د هر زده کوونکی څخه له لسو افغانیو نیولی تر (۴۰) افغانیو پورې پیسې اخیستل کېږی.
ګهیځ د هغه مکتوب کاپی هم موندلې چې د ۱۳۹۸ لمریزکال د اتمې میاشتې په نهمه نېټه د ننګرهار پوهنې ریاست د تحریراتو عمومی مدیریت څخه د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته لېږل شوی، په یاد مکتوب کې لیکل شوی چې د تحریراتو عمومی مدیریت څخه مخکې هم د تعلیمی نظارت عمومی ریاست ته سپارښتنه شوې وه چې په دولتی مکاتبو کې له زده کوونکو څخه د شهادت نامې او کانکور کارت پرته چې د شهادت نامې لپاره (۲۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره (۴۲۰) افغانۍ اخیستل کېږی، نور هر ډول پیسې اخیستل منع دی، خو په دې وروستیو کې د شهادت نامې لپاره (۴۰۰) افغانۍ او د کانکور کارت لپاره هم له ټاکل شوې پیسو څخه زیاتې پیسې اخیستل کېږی.
که څه هم په یاد مکتوب کې حکم شوی چې سر غړونکی دې معلوم او عدلی او قضایی ادارو ته دې وپېژندل شی، خو له دې مکتوب وروسته اوس هم په دولتی ښوونځیو کې له زده کوونکو په بېلابېلو بهانو پیسې ټولیږی چې یو ډول یې هم د آزمونیو د ورقو لپاره دی.
خو په ورته وخت کې بیا د هغو ښوونځیو آمرین چې په بېلابېلو بهانو له زده کونکو پیسې اخلی، وایی چې د پوهنې ریاست لخوا ښوونځیو ته هېڅ قرطاسیه نه ورکول کېږی او نه د نورو مصارفو لپاره کوم امتیازات ورکول کېږی ځکه نو مجبور دی له زده کوونکو څخه د آزموینو د ورقو لپاره پیسې ټولې کړی او له ورقو څخه د اضافه پیسو له لارې له یوه امتحان څخه تر بل پورې د ښوونځی قرطاسیه او نورې اړتیاوې پوره کړی.
د قلعه جانان خان لېسې مدیر اجمل دعوتیار پدې اړه وایې : «د معمول په څېر مونږ د شاګرد نه پیسې ټولولې هغه مقدار چې د شاګردانو د کاغذ پرې بسنه کېدله، همدارنګه د نتایجو د پوښونو په رابطه مو یو څه مقدار اضافه پیسې ټولولې هغه ددې په خاطر چې د دوی د نتایجو پارچې پوښیږی او د ښوونځی لپاره د قرطاسیې ضرورت هم له دغه نه مونږ ترلاسه کوو، ځکه د معارف ریاست په دې رابطه مونږ ته کاعذ نه دی راکړی او تقریباً له ۱۳۸۰ لمریز کال نه دا لړۍ روانه ده »
نوموړی د وزارت په دې حکم نیوکه کوی او وایی چې که د ښوونځی اداره له زده کوونکو پیسې ټولې نه کړی او د پوهنې ریاست هم ښوونځیو ته قرطاسیه ورنکړی، دوی دا مصارف له کومه پوره کړی.
نوموړی زیاتوی چې د دوی خپل معاش خو دومره دی چې اېله یې د کورنۍ خرڅ پوره کړی، او که له زده کوونکو پیسې وانخلی نو مجبور بل ډول فساد ته مخه کړی.
بل خوا د پوهنې وزارت ویانده نجیبه آرین بیا پدې اړه وایی چې زده کوونکی باید له ځان سره پارچې راوړی او په هغې آزموینه ورکړی تر څو د پیسو ټولولو مخنیوی وشی.
خو د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواری بیا د نجیبه آرین د خبرو په تړاو وایی : «یو ځل دا فیصله وشوه چې زده کوونکی دې خپله ورقې راوړی، هغه چې مونږ ولیدې ځینې ورقې به ښې وې، ځینې به لنډې وې، ځینې به اوږدې وې چې یوه ستونزه یې پیدا کړې وه، بیا فیصله وشوه چې څومره کاغذ هم مصرفیږی حد اوسط لس افغانۍ دې له زده کوونکی نه واخیستل شی. »
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند زیاتوی چې له دې پرته په هر نوم پیسې اخیستل منع دی او که څوک دا کار کوی ښه ده چې معلومات یې له دوی سره شریک شی، تر څو دوی یې په تړاو په خپل وخت اجرأت وکړی.
نوموړی ښوونځیو ته د قرطاسیې د نه ورکړې په تړاو وایی چې د ښوونځیو د ادارو لپاره ټول قرطاسیه پوهنې ریاست ورکوی ښاغلی شینواری زیاتوی : «د ښوونځیو لپاره د قرطاسیې او ټول نور ضرورتونه مونږ پوره کوو، که سپین کاغذ دی، که سینجاق دی، که دوسیې دی د ریاست لخوا ورکول کېږی.»
نوموړی همدارنګه زیاتوی چې نورې کومې ستونزې چې رامنځته کېږی لکه د څاه بمبه خرابیږی یا نور څه مشکلات پیدا کېږی، هلته هم د پوهنې ریاست مکلف دی او دوی د یوه پروسیجر له مخې هغه ستونزه په خپل وخت حلوی.
د ګهیځ خبریال پدې تړاو یوازې د پنځو ښوونځیو د زده کوونکو څخه د ټولو شویو پیسو محاسبه کړې، په دې پینځه ښوونځیو کې (۲۳۴۷۸) درویشت زره څلورسوه اته اویا تنه زده کوونکی زده کړه کوی او د دغو زده کوونکو څخه د آزموینې د ورقو په نامه له لس افغانیو نیولې تر څلویښت افغانیو پورې پیسې ټولې شوې، که دا ټولې شوې پیسې د هر تن له حسابه په اوسط ډول پنځه ویشت (۲۵) افغانۍ محاسبه شی، نو (۵۸۶۹۵۰) پنځه لکه شپږ اتیا زره نهه سوه پنځوس روپۍ کېږی او که د آزموینو لپاره د اخیستل شویو ورقو په حساب په اوسط ډول ترې لس افغانۍ وویستل شی نو بیا هم (۳۵۲۱۷۰) درې لکه دوه پنځوس زره یو سلو اویا روپۍ یوازې د دغو پنځو ښوونځیو اداروته پاتې شوې دی، او که د ټولو ښوونځیو محاسبه وشی نو معلومه به شی چې په میلیونونو روپۍ پدې نامه ټولې شوې دی، خو معلومې ندی چې دا ټولې شوې پیسې په څه ډول او په کومو شیانو مصرف شوې دی.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د ګهیځ خبریال په لغمان ولایت کې هم ورته شکایتونه څېړلې وو چې هلته هم د دولتی ښوونځیو زده کوونکو شکایت درلود چې له دوی نه د امتحان د ورقو په نامه له لسو نیولې تر څلوېښتو افغانیو اخیستل کېږی.
گهیځ