معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم دروازه لاهم د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې

تورخم دروازه لاهم د باروړونکو موټرو پر مخ تړلې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۳۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د تازه مېوو او سبزيو يو شمېر سوداګرو ويلي، چې د تورخم دروازه لا هم د باروړونکو موټرو په مخ تړلې، چې له امله يې دوی ته درانه زيانونه اوښتي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم رسنیو ته تاييد کړې، چې لا هم د تورخم دروازه د باروړونکو موټر په مخه تړل شوې ده.
د دې خونې یو غړي خان جان الکوزي ويلي، چې د دوی يو پلاوي تورخم ته سفر کړی و او هلته یې رامنځته شوې ټولې تخنيکي ستونزې پر خپل وخت حل کړي، خو د ده په خبره پاکستاني لوری له افغان سوداګرو پر دروازه د موټر تېرېدو پر مهال د سفټا په نوم يو تصديق غواړي، چې مخکې يې د ياد تصديق غوښتنه نه کوله.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس