کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګ ولایت امنیه قوماندانۍ کې تروریزم سره د مبارزې مدیریت مسوولینو ویلی، چې په مرکز بهسود، حصه اول او جلریز ولسوالیو کې یې یو شمېر وسلې او مهمات نیولی دی.
د مسوولینو په خبره دغه وسلې د علیپور قوماندان کسانو مخفی ځای کې ځای پرځای کړې وې.
یادو وسلو کې یوه قبضه راکېټ، دری میله کلاشینکوف، یو میل تفنګچه، شل د راکېټ، یوه بکسه د پیکاه، دوې بکسې د کلاشینکوف مرمۍ او ۲۸ د کلاشینکوف شاجورونه شامل دی.
تر دې وړاندې هم د مېدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د خپل سرو کسانو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات د ځایی امنیتی مسوولینو له لوری نیول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ