د ننګرهار خلک ددې ولایت په برېښنا ریاست کې له شته فساد نه سر ټکوی

د ننګرهار خلک ددې ولایت په برېښنا ریاست کې له شته فساد نه سر ټکوی
راپور: ذیشان ذهین
د ننګرهار برېښنا ریاست کې یوې باوری سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط د ګهیځ هغه موندنې او تر لاسه شوی اطلاعات تأیید کړل چې ښکاروی په جلال آباد ښار کې د دولتی برېښنا ډېره برخه د ځینو کسانو له خوا په بېلابېلو پلمو او نومونو حېف او میل کېږی.
نوموړې سرچینې د ننګرهار برېښنا شرکت خدماتی برخه کې د فساد له هغو مسایلو هم پرده پورته کړه، چې د ګهیځ له ترلاسه شویو موندنو سره یې تر ډېره بریده ورته والی درلود.
دغه سرچینه د خپل هویت پټ ساتلو په شرط وایی چې د ننګرهار برېښنا په لویه کې له درې لارو حېف او مېل کېږی. نوموړی زیاتوی چې جلال آباد په ښار کې د دولتی برېښنا یوه برخه د زورواکو له خوا د مصرف له ورکړې پرته استعمالېږی،او دوه نورې برخې یې د فساد ښکار دی.
سرچینه همدارنګه زیاتوی چې دولتی برېښنا د جنریټری برېښنا په نوم د ښار په بېلابېلو مارکېټونو او دوکانونو باندې پلورل، د زورواکو له خوا د برېښنا د بلونو نه تادیه کول او د پیسو په بدل کې د میټرونو ترلاسه کول د فساد هغه برخې دی چې په دوامداره بڼه پرمخ روانې دی.
د یادې سرچینې په وینا ځینو مارکېټونو او دوکانونو ته د جنرېټری برېښنا ورکوونکی کسان د ننګرهار برېښنا شرکت په ریاست کې له یو شمېر کسانو سره لار لری، چې د ونډې په اخیستو سره یې د فساد له لارې یادو برېښنا پلورونکو ته دغه چاره آسانه او بریالۍ کړې ده. د سرچینې په خبره د جنراټوری برېښنا دغه مسؤولین چې یاده کړنه ترسره کوی د لغمان ولایت په بادپښ سیمه کې د ننګرهار د برېښنا مزیو په پرې کېدو کې هم په غیر مستقیم ډول لاس لری تر څو خپلې جنرېټری برېښنا ته په مؤقتی توګه بازار ګرم کړی.
د ګهیځ سرچینې په ټینګار سره زیاته کړه: “د دغو مسایلو شتون اوس له هېچا پټ نه دی. که په خپله د برېښنا رئیس هم پدې اړه لږ پلټنه وکړی هر څه به ورته ډېر ښه معلوم شی، ځکه له کلونو راهیسې دغه چاره دوام لری خو دوی یې نه غواړی برالا کړی.”
دغه سر چینه همدارنگه وایی چې ددې کارونو تر شاه یوه لویه مافیایی کړۍ ده چې د ډېرو وس پرې نه رسېږی او زیاتوی چې مخکې یې هم همدا مسایل له یوه بل خبریال سره شریک کړی وو خو بیا د دغې مافیایۍ کړۍ له خوا ګواښ شوی وو، چې که د یادو مسایلو له افشاء کولو لاس وانه خلی، سر به وخوری.سرچینه زیاتوی چې ځکه نو بیا هغه خبریال ددې موضوع له تعقیب نه لاس واخیست.
بل خوا ته د جنرېټری برېښنا تولیدوونکو کسانو بیا ګهیځ سره خبرو کې د خپلو خدماتو پر روڼوالی ټینګار وکړ او خپله برخه یې له دولتی برېښنا څخه په بشپړه بڼه جلا وبلله.
یوې بلې سرچینې ګهیځ سره خبرو کې د ننګرهار یو شمېر معلوم چارواکی د برېښنا لوی پوروړی وبلل.د ده په خبره د ننګرهار شته ټول زورواکی پرته له دې چې د برېښنا بلونه تادیه کړی، په بې درېغه بڼه له ټولو وګړو په ښه کېفیت له برېښنا څخه ګته پورته کوی.
نوموړی چې د موضوع د حساسیت له امله یې تر ډېر تأکید سربېره هم د کوم زورواکی نوم وانه خیست خو یادونه یې وکړه چې د دغو زورواکو له ډلې یې یو تن د برېښنا شرکت څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ پوروړی دی، هغه ادعا چې د برېښنا شرکت رئیس یې هم ګهیځ سره خبرو کې پخلی کوی.
زموږ د دغې سرچینې د اطلاع له مخې د یادو پوروړو لپاره اوس هم څلرویشت ساعته برېښنا کور او کار ځای کې بې له کوم خنډه روانه ده. په داسې حال کې چې پر نورو خلکو تر څلورو میاشتو پور اوښتو وروسته برېښنا پرې کېږی، خو د ننګرهار برېښنا شرکت رئیس غلام حیدر فقیرزی بیا دا نه منی چې ګنی د پور سربېره دې هم برېښنا د پوروړو په چوپړ کې وی.
فقیرزی وایی، پر هغو ټولو خلکو یې برېښنا پرې کړې چې پوروړی دی، خو خپل پور نه پرې کوی.
نوموړی پرته له دې چې د کوم پوروړی نوم واخلی زیاتوی، هغو چې د وار وار ټېنګار وروسته یې بیا هم خپل پور نه دی ورکړی، څارنوالۍ ته یې ورپېژندلی دی.
دی وایی: “دا منو چې په جلال آباد کې یو پخوانی جهادی قوماندان زموږ د برېښنا شرکت څخه ۴۱ میلیونه افغانۍ پوروړی دی، خو دا نه منو چې ګنې اوس دې هم هغه ته زموږ برېښنا ورکړل شوې وی”
د ننگرهار د برېښنا رئیس زیاتوی چې دوی پر ټولو هغو خلکو چې له څلورو میاشتو یې پور ډېر شوی وو، برېښنا پرې کړې ده او آن د هغو کسانو د برېښنا جمپرونه یې د پایې له سر نه خلاص کړی چې ډېر پوروړی دی او ځینې پوروړی خو یې لا څارنوالۍ ته هم معرفی کړی دی.
اما بل لور ته بیا د ګهیځ ترلاسه شوې موندنې ښیی چې د ننګرهار کانال ریاست د برېښنا شرکت څخه له یو میلیارد او درې سوه میلیونو افغانیو ډېر پوروړی ده، خو بیا هم پرې د برېښنا شرکت له لورې برېښنا نه ده پرې شوې.
د ننګرهار برېښنا شرکت رئیس هم دا منی چې د ننګرهار کانال ریاست یې پوروړی دی او د برېښنا د نه پرې کولو دلیل یې دا ګڼی چې دا یوه دولتی اداره ده .
هڅه مو وکړه چې د یاد پور د نه تادیې په اړه د کانال ریاست وپوښتو، خو په دې اړه خبرو لپاره موږ ته څوک چمتو نه شول.
د ننګرهار د برېښنا ریاست اړوند درېیمه مسأله چې د اوږدې مودې راهیسې په کې د فساد د شتون څخه خلک سر ټکوی، د برېښنا د میترونو ویش دی.
د ګهیځ خبریال همدارنګه له یو شمېر کمېشنکارانو سره د هغوی د هویت پټ ساتلو په شرط خبرې کړې دی، یادو کمېشن کارانو ومنله چې له ریاست نه یوه کس ته د میتر په را اېستو له پنځو زرو نیولې تر پنځلس زرو افغانیو پورې کمېشن اخلی او د دوی په خبره د دغو پیسو یوه برخه په برېښنا شرکت کې کارکوونکو ته د ونډې په ډول ورکوی، څو خپل کارونه په آسانۍ سره ژر ترسره کړی.
بل لور بیا د برېښنا شرکت رئیس چې د دندې له پیله یې شپږ میاشتې تیریږی وایی، پخوا به دې ډول ډېرو مسایلو شتون درلود، خو اوس یې تر ډېره بریده په خپل ریاست کې شفافیت راوستلی چې په ترڅ کې یې د ده په خبره د برېښنا تېر شوی د غلا مزی غوڅ شوی او د برېښنا ریاست ټولو کاروونکو ته میټر نصب شوی دی.
د ننګرهار برېښنا شرکت ریاست چې یوه تخنیکی اداره ده، اوس مهال د لغمان بادپښ له لارې د یوه وارداتی لېن په واسطه ټول ختیځ زون ته برېښنا عرضه کوی، چې ډېری وخت بادپښ کې د حکومت د مخالفینو او یا د ځایی اوسېدونکو له خوا د دغو مزو پرې کېدل په ورځو او آن ځینې وخت تر اونیو ننګرهار او ورسره تړلې سیمې له بې برېښنایۍ سره مخ کوی، خو د برېښنا شرکت ریاست وایی، له ارغندی څخه یې د خوګیاڼو پر لار د یو بل مزی د تېرولو چارې پیل کړی چې د یو بل سب سټېشن په جوړولو سره به ننګرهار ته د برېښنا په واردولو او عرضه کولو کې شته ستونزې تر ډېره بریده هوارې شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.