کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې ایران او سعودی عربستان د دوه اړخیزو اړیکو له پرمختګ څخه خوښ دی.
د راپور پر بنسټ، دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ د اقتصادی پرمختګ په لارو – چارو خبرې کړیې دی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امر عبداللهیان وایی، د سعودی عربستان د بهرینو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره یې په لیدنه کې د دواړو لورو د همکاریو د هر اړخیز سند پر جوړولو، د ترانسپورټ او سوداګریزو لارو په فعالولو ټینګار کړی دی.
دغه لیدنه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی غونډې په څنډو کې شوې.
په چین کې له مذاکراتو وروسته، ایران او سعودی عربستان د ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیلولو او د خپلو سفارتونو د پرانیستولو هوکړه کړې ده.
په دې هوکړې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو تهران او ریاض ته سفرونه وکړل او دواړو هېوادونو خپل سفارتونه هم پرانیستل.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ