کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن ماسپښین دوه بجې د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ په ناصرخېلو کلی کې شدید اورښت او ږلۍ شوې، چې له امله یې زیات شمېر فصلونه زیانمن شوی دی.
خبر زیاتوی، چې تر اورښت وروسته راوتلو سېلابونو هم یو شمېر څاروی وړی او مړه کړی یې دی.
د حصارک ولسوالۍ مسوولین وایی، د زیانونو معلومه کچه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې، خو په وینا یې دوی هڅه کوی، چې راغلو مشکلاتو کې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ