پنجشېر کې د یو لک ۳۱ زره ډالرو په اندازه زمرد وپلورل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت، د پنجشېر د سیمه ییزو مسوولینو او د شرکتونو د استازو په شتون کې، د دغه ولایت د زمردو پلور لپاره داوطلبی ترسره کړه.
یاد وزارت ویلی، په دې داوطلبۍ کې د زمردو پلور لپاره شفافیت او کریسټل بندی په پام کې نیول شوې وه، چې په پایله کې حاجی زبیر د ۲۵۰۰ امریکایی ډالرو په ورکولو سره د ۱۶۵ قیراط زمرد ګټونکی شو.
همدا رنګه محمد نذیر د ۲۱ زره ۸۰۰ امریکایی ډالرو په ورکولو سره د ۱۲۳ قیراط زمرد، د ۵۳۰۰ امریکایی ډالرو په ورکولو سره د ۸۴ قیراط زمرد، د ۱۰ زره ۶۰۰ امریکایی ډالرو په ورکولو سره د ۱۷۰ قیراط او د ۹۱ زره ۲۰۰ امریکایی ډالرو په ورکولو سره د ۴۸۲.۹۵ قیراط زمرد ګټونکی اعلان شوی دی.
ویل شوی چې په ټوله کې (۱۰۲۴.۹۵) قیراط زمرد، د ۱۳۱ زره ۴۰۰ امریکایی ډالرو په قیمت سره پلورل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.