په قضایی ارګانونو کې د فساد؛ د کونړ یو زیات شمېر خلک خپلې دعوې د کلیو پر مشرانو حل کوی

په قضایی ارګانونو کې د فساد؛ د کونړ یو زیات شمېر خلک خپلې دعوې د کلیو پر مشرانو حل کوی
راپور: ساحل اتل
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د یاد ولایت په قضایی ارګانونو کې د شته فساد له امله، یو شمېر خلک خپلې دعوې او لانجې، د حکومتی قضایی ارګانونو پر ځای د دغه ولایت په قومی مشرانو فیصله کوی.
د پوهنتون استاد عابد مومند وایی چې په دولتی محاکمو کې د قضیو ځنډ ددې لامل شوی چې یو زیات شمېر خلک د خپلو دعوو او دنګلو د حل لپاره، د حکومت د محاکمو په ځای قومی مشرانو ته مراجعه وکړی.
نوموړی زیاتوی: “په دولتی محاکمو کې دعوې ډېرې ځنډیږی، واسطې او فسادونه په کې زیات وی، لګښتونه زیات راځی نو دا ټول ددې لامل کېږی چې خلک مجبور شی خپلې قضیې د دولتی محاکمو پر ځای په قومی مشرانو حل کړی.”
د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ یو اوسېدونکی سیدولی چې د خپل کاکا زوی سره یی د ځمکې په سر لانجه رامنځته شوې وه، وایی درې کاله په دولتی محاکمو وګرځید، بې ځایه لوړ لګښتونه یی وکړل خو لانجه یی غوڅه نه شوه او مجبور شو چې د قومی مشرانو په مرسته خپله دعوه حل کړی.
سید ولې همدارنګه وایی چې: “ما په محکمه کې پرې عریضه وکړه، هغوی په حکومت کې، واسطه درلوده، په بېلا بېلو بهانو به یی راته قضیه ځنډوله، بالآ خره مجبور شوم چې خپله عریضه مې له محکمې واخلم او د کلی په مشرانو یی حل کړم.”
د اجمل په نامه بل کس چې د کونړ ولایت په مرکز کې هټۍ وال دی، وایی څه وخت وړاندې یی له خپل ګاونډی سره شخړه رامنځته شوه چې د حل لپاره یی د قومی مشرانو منځګړیتوب غوره وباله.
دی وایی: “په قضایی ارګانونو کې مسؤولین دې ته په طمعه وی چې څنګه د یوه مراجعه کوونکی څخه یو څه وشوکوی، نو موږ د مجبورۍ له مخې د قومی مشرانو پر پرېکړو بسنه کوو، ځکه که موضوع مو قضایی ارګانونو ته لاړه شی بیا نو د یوې کوچنۍ مسألې لپاره به د محکمې لسګونه چکرې وهو. ”
نوموړی همداراز وایی چې د قومی مشرانو پرېکړې دوی ته د قضایی ارګانونو په پرتله په ګټه دی.
په ورته مهال کې قومی مشران هم وایی چې خلکو ځکه دوی ته مراجعه ورزیاته کړې ده چې دوی د خلکو قضیې ژر ورحلوی.
د دمکلی قومی مشر فیض محمد یی په اړه وایی: “ددې لپاره چې د دعوه دارانو قضیې ژر حل شی، دوی قومی مشرانو ته مراجعه کوی، قومی مشران له دواړو خواوو واک اخلی او ډېر ژر یی پرېکړه کوی.”
بل قومی مشر حاجی اجمل بیا په قضایی ارګانونو کې ستونزې عمده لامل بولی چې له امله یی ولسی وګړی په قومی مشرانو پرېکړې کوی. نوموړی همدا راز وایی: “په حکومتی قضایی ارګانونو کې ستونزې شته، په وخت قضایاوو ته نه رسېږی، وخت نا وخت ترې په بېلا بېلو نومونو د پیسو غوښتنه کېږی نو له همدې امله خلک مجبور دی چې خپلې دعوې قومی مشرانو ته راوړی او دوی یی په وخت حل او فصل کړی .”
هڅه مو وکړه چې په قضایی ارګانونو کې د فساد او ستونزمن پروسیجر په اړه د کونړ د محاکمو د ریاست نظر راوخلو خو د بیا بیا اړیکو سره سره راته د کونړ عدلیې رئیس محمد صدیق د نظر له راکولو ډډه وکړه او ویی ویل چې د سترې محکمې له لورې دوی ته ویل شوی چې له رسنیو سره خبرې ونکړی.
د کونړ د عدلیې رئیس په وینا دوی په ستره محکمه کې د هر ولایت دوه استازی لری چې مسؤولیت یې د همدې ولایت له همدې امله مو د محاکمو په اړه له رسنیو سره خبرې کول دی.
هڅه مو وکړه په ستره محکمه کې د کونړ له دې نماینده چې د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو رئیس هم دی خبرې وکړو خو د بار بار اړیکو سره سره هم نوموړی هم راسره له خبرو کولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې د کونړ د والی ویاند غنی مصمم که څه هم په قضایی ارګانونو کې فساد په قطعی توګه نه ردوی خو وایی چې په کونړ کې قومی جوړښتونو، جرګو او مرکو ته درناوی اصلی لامل دی چې خلک د قضایاوو د حل په موخه قومی مشرانو ته مراجعه وکړی: “په کونړ ولایت کې قومی جوړښتونه ډېر زیات دی، قومی تړونونه شتون لری او زیاتره موضوعات په سیمه ییزه کچه باندې د قومی جوړښتونو په اساس فیصله کوی، بله خبره د فساد ده له نېکمرغه په دې برخه کې زیات کار شوی، امنیتی ارګانونه او د فساد سره د مبارزې ارګانونه په دې برخه کې کار کوی او اوس عدلیی او قضایی ارګانونه پیاوړی شوی دی.”
اداری فساد د افغان دولت یو له مهمو لویو ستونزو دی، چې ډېر ځله چارواکو ویلی، دا ستونزه د نظام په ګڼو ادارو کې شته.
د ژنیوا کنفرانس کې، چې کابو درې میاشتې وړاندې له افغانستان سره د مرستو لپاره جوړ شوی ؤ، نړیوالې ټولنې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د دیارلس میلیارد ډالرو مشروطه ژمنه وکړه، چې افغانستان کې به یې مقابل کې له اداری فساد سره خپله مبارزه ټینګوی.
وړاندې افغان چارواکو ویلی وو، د ژنیوا په کنفرانس کې د ترسره شویو ژمنو پر بنسټ، باید تر راتلونکو درېیو کلونو پورې په محکمو کې له اداری فساد سره د مبارزې فیصله کیدونکی تر پنځوس سلنې لوړې شی. افغان چارواکی داسې مهال دا ژمنه کوی چې خپله قضایی ارګانونه هم په فساد تورن دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.