کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو په ۷۸مې سرمشریزې کې د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود په افغانستان کې امنیت او ټیکاو ارزښتناکه او مهم ګڼلی دی .
هغه همدا راز غوښتنه کړې چې د افغانانو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته باید درناوی وشی.
په دغه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره بیا وایی، د افغانانو د وضعیت ښه کېدو لپاره په ټولیزه توګه هلو – ځلو ته اړتیا ده.
رتنو مرسودی زیاتوی چې هېواد یې خپلو هڅو ته دوام ورکوی چې دا ډاډ ترلاسه کړی چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونو ته درناوی کیږی، خو د افغانستان سرپرست حکومت وایی، په هېواد کې د ښځو حقونه خوندی دی او افغانستان د ترهګرو ډلو پټنځای نه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ