په کونړ کې د څلوېښت زره ډالرو اخیستل شوې مطبعه، له استفادې پرته له کاره غورځېدلې

په کونړ کې د څلوېښت زره ډالرو اخیستل شوې مطبعه، له استفادې پرته له کاره غورځېدلې
راپور: سپین غر
په کونړ ولایت کې د ګهیځ موندنې ښیی چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره په څه باندې څلور دېرش زره امریکایی ډالرو اخیستل شوی د مطبعې ماشینونه داڅو کاله پرله پسې په یوه خونه کې بیکاره پراته دی او د یاد ولایت یوازینی میاشتنی اخبار، په ننګرهار او کابل کې په لوړه بیه چاپېږی.
د معلوماتو له مخې د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند دغه مطبعه چې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د امریکا متحده ایالاتو د ولایتی بیا رغونې ټیم یا پی ار ټی له خوا جوړه شوې وه، یوازې تر یو څو ورځو یې فعالیت وکړ او بیا بنده شوه.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په انګړ کې یاده مطبعه د کونړ اخبار، مجلې او د ولایت اوسېدونکو د چاپی اړتیاو د پوره کولو په موخه جوړه شوې مطبعه (NKCC) یا د نوی ختیځ کنسټرکشن کمپنۍ په نامه د یوه شرکت له خوا جوړه شوه.
د دغه شرکت د یوه تن شریکوال محمد اکرام ماموند په وېنا چې یادې مطبعې سامان یې پاکستان لاهور، کراچۍ او پېښور کې خرېداری او دلته راوړی وو او د مطبعې د سامان ترڅنګ، یو جنراتور چې (۲۲)دوه ویشت کیلواټه ظرفیت یې درلود، هم شامل وو.
ښاغلی ماموند زیاتوی : “له پی ار ټی سره زمونږ قرار داد په دې ډول ؤ، چې سامان به یوز یا استعمال شوی وی، نو کوم سامان چې موږ راوړی هغه په انګلستان او جرمنی کې کارول شوی، خو په افغانستان او پاکستان کې دغه ټکنالوژی نوې وه او نه وه کارول شوې، چې په دې ډول نور ټول ماشینونه په انګلستان او جرمنی کې جوړ وو، خو یوازې یو سکنر په کې په پاکستان کې جوړ ؤ.”
هغه د دغه سامان ټول لګښت (۴۰۰۰۰)څلویښت زره امریکایی ډالر ښیی چې په کې د مطبعې د ماشینونو ترڅنګ کمپیوټرونه هم وو، د هغه په وېنا چې دی خپله هم هغه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې مامور ؤ، او ټوله پروسه ده په خپله مخ ته وړې ده.
دا چې دغه مطبعې څومره وخت فعالیت وکړ، په اړه یې ښاغلی ماموند وایی: “زموږ له شرکت سره شپږ میاشتې قرار داد شوی ؤ چې په درې میاشتو کې به موږ سامان راوړو، انسټالیشن به کوو، او په درې میاشتو کې به شاګردان چې د ریاست له خوا راپېژندل شوی وو، روزو.”
موږ د شاګردانو د روزلو لپاره له پاکستان نه یو استاد او یو شاګرد هم راوستی وو، مطبعې په چاپ پیل وکړ د کونړ اخبار او نور شیان مو پرې چاپ کړل او د هغه وخت والی سید فضل الله وحیدی او نورو مسؤولینو سره د رسمی مراسمو په لړ کې مطبعه اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته وسپارل شوه او زموږ مسؤولیت نور ختم شو.”
د هغه په وېنا چې د مطبعی له چارو او پروسې څخه خپله د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، ولایت مقام او هم د پی ارټی مسؤولینو په ګډه نظارت کاوه.
بل خوا په هغه وخت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر او د دې ریاست اوسنی رئیس ښاغلی جنت ګل فداء د دغې مطبعې د چارو د بندېدو په اړه وایی: “هغه وخت دلته رئیس عبدالقیوم حکیمزی ؤ، کله چې مطبعه ریاست ته رسماً وسپارل شوه، نو ښاغلی حکیمزی صیب په وار وار په مکتوبی ډول له وزارت نه د تشکیل د منظورۍ غوښتنه وکړه، خو له بده مرغه هغه وخت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره د مالیی وزارت دغه وړاندیزونه و نه منل ځکه نو دا مطبعه همداسې پاتې شوه.”
ښاغلی فداء زیاتوی: ” اوس چې زه خپله دلته مسؤول یم، څو ځله مې هڅه کړې، خو چارواکی وایی چې مالیی وزارت د تشکیل برخه کې مرسته نه کوی، ځکه نو دا مطبعه دې دمګړۍ همدغلته وی. ”
د کونړ د اطلاعاتو او کلتور اوسنی رئیس همدا راز وایی چې وروسته بیا د دولتی مطبعو عمومی رئیس د وزارت سره په ګډه پلان جوړ کړی وو، چې دا مطبعه کابل ته ولیږدوی او هلته یې د آزادۍ مطبعې تر چتر لاندې فعاله کړی.”
خو د ښاغلی فدا په خبره چې د کونړ د ولایت مقام، ولایتی شورا او فرهنګیانو ددې کار مخه ونیوله او پرې یی نه ښوده چې دا د مطبعې دا وسایل بل ولایت ته انتقال شی.
ښاغلی فدا زیاتو ی: “اوس مو د مطبعې ودانۍ د لنکن ښوونیز مرکز ته ورکړه چې د امریکا سفارت له لوری د انګلیسی، کمپیوټر او انټرنټ په برخه کې ځوانانو ته زده کړې ورکوی او د مطبعې سامانونه مو په یوه کوټه کې خوندی ایښی او په شفاهی ډول مو وزارت جریان کې کړی دی.”
خو د مطبعې لپاره اخیستل شوی جنراتور چې دوه ویشت کیلواټه ظرفیت لری، د نهه زره ډالرو په لګښت اخیستل شوی او اوسمهال تر شنه اسمان لاندې لمر او باران ته پروت دی، په اړه یې ښاغلی فداء وایی: څرنګه چې دغه جنراتور د مطبعې له نور سامان سره یوځای په کوټه کې نه ځایده، نو اوس تر بلوکونو لاندې ایښی او په دې څو ورځو کې به یې له خېره د نور خوندیتوب لپاره هڅه وکړو.”
بل خوا د گهیځ موندنې دا هم ښیی چې د مطبعې لپاره اخیستل شوی سامان د(۳۴۲۰۰) څلوردېرش زره او دوه سوه امریکایی ډالرو په ارزښت دی، خو د شرکت د معلوماتو له مخې چې ګهیځ ته لاس ته ورغلی، بیا د ټولو وسایلو،کمپیوټرونو او ملحقاتو په شمول(۴۰۰۰۰)څلویښت زره ډالره ښودل شوی دی.
همدا رنګه د مطبعې د سامان په اړه ترتیب شوی دوه لیسته ( چې یو یې په لاس لیکل شوی او بل په کمپیوټر) له یو بل سره توپیر لری. د بېلګې په توګه د مطبعې لپاره د چاپ روټا ماشین په کمپیوټر جوړ شوی لیست کې دوه دانې ښودل شوی خو په قلم لیکل شوی لیست کې بیا یو دانه دی پداسې حال کې چې که دوه عدده روټا ماشینونه اخیستل شوی وی، او د نورو ټولو ماشینونو له قیمت سره ددې دوه ماشینونو قیمت هم یوځای شی نوټول لګښټ (۴۲۷۰۰) دوه څلویښت اوه سوه امریکایی ډالر کېږی.
بل لور ته دمګړۍ د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند یوازې یو اخبار چې په میاشت کې یو ځل په رنګه ډول په څلورو مخونو کې چاپیږی، د چاپ لپاره لومړی ننګرهار او بیا کابل ته لېږل کېږی، چې خورا ډېر لګښت پرې راځی.
د مسؤولینو په وېنا که دغه مطبعه دلته فعاله وای، نو دا اخبار په ورځ او یا هم دوه ورځې وروسته چاپ کېدای شوای، چې ورسره به د لوړ لګښت مخه هم نیول کېده.
دا چې دغه هومره لګښت په یاده مطبعه شوی، نو ولې یې وزارت غم نه خوری، څو د کونړ په اطلاعاتو او کلتور ریاست د اخبار او مجلې چاپ ترڅنګ د اوسېدونکو نورې چاپی اړتیاوې هم ترې پوره شوی وای، هڅه مو وکړه چې پدې تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر هم ولرو خو د دغه وزارت له ویاند ښاغلی صابر مومند سره د پرلپسې اړیکو نیولو سره ونه توانیدو چې په اړه یې نظر واخلو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.