په کونړ کې خوارځواکو ماشومانو ته وېشل کیدونکی خوراکی توکی په بازارونو کې پلورل کېږی
راپور : سپین غر
د ګهیځ موندنې ښیی چې د کونړ ولایت د یو شمېر روغتیایی مرکزونو ځینې مسؤولین د خوارځواکو ماشومانو لپاره ځانګړی شوی خواړه په بازار کې پلوری.
د کونړ د روغتیایی مسؤولینو د معلوماتو له مخې دوی هره میاشت په اټکلیز ډول نېږدې (۸۶۱) اته سوه یو شپېته د منځنۍ کچې خوارځواکو ماشومانو ته پلمپینټ په نوم چایکلیټونه او (۱۱) یوولس کسانو شدیدو خوارځواکو ماشومانو ته پلمپینټ ډوز چایکلیټونه ورکوی.
خو داسې اندیښنې شته چې دا خوراکی توکی چې د درملو په توګه ترې ګټه پورته کېږی خوارځواکو ماشومانو ته په سم او مناسب ډول نه ورکول کېږی.
همدارنګه د ګهیځ معلومات ښیی چې د یو شمیر روغتیایی مرکزونو مسؤولین، والدین او د روغتیایی مراکزو خدماتی کارکوونکی دا خوراکی توکی په ناقانونه توګه په بازار کې پلوری.
په کونړ کې د ګهیځ خبریال وایی چې نوموړی په خپلو سترګو ولیدل چې دغه دواړه ډوله چایکلیټونه د اسعدآباد ښار په ځینو او د شا او خوا د ځینو کلیو په هره دویمه او درېیمه هټۍ کې شته دی.
د جمال په نامه د اسعد آباد د کرهالې کلی یوه اوسیدونکی وویل چې په خپلو سترګو یی د خپل کلی په دوکان کې د دې خوراکی توکو کارتنونه لیدلی.
نوموړی وایی: “زموږ د کور سره نږدې یو دوکان دی، یوه ورځ ورغلم ګورم چې د روغتون د چایکلیټونو ډک کارتنونه په کې پراته دی، ما چې کله له دوکاندار نه پوښتنه وکړه هغه وویل چې دا راته د کلنیک یو کس راوړل”
د کرهالی دغه اوسېدونکی زیاتوی چې: “ما دغه دوکاندار ته وویل چې دا جرم دی او باید دی دا ډول توکی خرڅ نه کړې، نو هغه په ځواب کې وویل چې موږ ته یې دوی خپله راوړی او موږ ترې یو دانه په (۱۳) افغانۍ اخلو او په (۲۰) شل افغانۍ یې خرڅوو، زموږ په کې ښه ګټه ده .”
د دمکلی یو تن هټیوال زاهدالله بیا میندې او پلرونه ګرم ګڼی او وایی د دوی له لورې ورته دغه د خوار ځواکو ماشومانو ځانګړی خوراکی توکی د خرڅلاو لپاره راوړل کېږی.
یو بل تن هټیوال چې د نوم له څرګندولو ډډه کوی او په ښیښه یی میز کې یی دا ډول چایکلیټونه پراته دی وایی: “موږ ته په اونۍ کې له سلو زیات د پاکټو چایکلیټ خلک راوړی او بیا هر چایکلیټ موږ په(۲۰) شل افغانۍ خرڅوو، او هر چایکلیټ د دغه خلکو نه په (۱۵)پنځلس افغانۍ اخلو.
بل خوا د اسعدآباد د ولایتی روغتون د خوارځواکۍ د برخې مسؤول ډاکټر شفیق الله بابر که څه هم په دې برخه کې د روغتیایی مسؤولینو ښکیلتیا نه منی خو وایی، دا ستونزه ریښتینې ده او یو شمېر میندې او پلرونه په دې برخه کې مسؤولانه چلند نه کوی.
د نوموړی په خبره: “داسی زیات ماشومان شته چې د دې خوراکی توکو تر ورکړې وروسته هم د هغوی په وزن کې توپیر نه راځی، کله چې مونږ ددې ډول پېښو سره مخ شوو، نو موږ دا ستونزه درک کړې چې زیاتې مېندې د بې وزلۍ له امله دغه چایکلیټونه بازار کې خرڅوی، خو اوس موږ زیات وخت له دوی د واکسینو کارت غواړو او یا هم ورڅخه د مصرف شوو چایکلیټونو پوښونه غواړو.”
بلخوا د اسعدآباد ولایتی روغتون سره نېږدې یو تن درمل پلورونکی علی محمد بیا وایی: “دغه چایکلیټونه زیاتې مېندې په چل ول څو ځل اخلی، بل د روغتیا برخې اجیران او پیاده ګان په بېلابېلو نومونو او طریقو راوباسی او دا کار زیات وخت د ولسوالیو په کلنیکونو کې تر سره کېږی. ”
ورته خبره یو تن بل ډاکټر چې موده وړاندې یې د اسعدآباد ولایتی روغتون کې دنده پریښی، د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وایی: “هغه وخت چې ما دلته دنده لرله نو څو ځل داسې شوی وو، چې یوې مور به خپل بچی په څو ډوله جامو او ځاېنورو کالیو په بدلولو سره موږ ته راوړو، دا چې ګڼه ګوڼه به وه نو موږ هم دومره دقت نه شو کولای .”
دغه ډاکټر زیاتوی چې: “څو ځله داسې هم شوی چې د روغتون کارګرانو یا پیاده ګانو له منځه یو څو کسان داسې وو چې موږ ته به راغلل او په یوه او بله بهانه به یې له موږ نه د هغو کسانو یا ناروغانو په نامه چې دایمی غېر حاضر به وو، چایکلیټ واخیستل، خو بیا یو وخت دغه خبره رسوا شوه او تر هغې وروسته بیا مونږ ډېر احتیاط کوو. ”
خو د کونړ په ولایتی روغتون کې د خوارځواکۍ د برخې مسؤول ډاکټر شفیق الله بابر دغه ستونزه په اوس وخت کې نه منی او زیاتوی چې دوی له داسې کومې ستونزې سره نه دی مخ شوی.
ډاکټر بابر زیاتوی موږ کوښښ کوو چې هر دوکاندار چې د مېندو یا ناروغانو څخه دغه چایکلیټونه اخلی په نښه، اول ورته توصیه وکړو او کنه بیا ورسره قانونی چلند وکړو.
په اسعدآباد کې د کونړ د عامې روغتیا ریاست د خوارځواکۍ مسؤولینو په وېنا هر پنځه کاله وروسته ملی سروې کېږی، چې اوسنۍ سروې په ۲۰۱۸ ز کال کې شوې چې ټول ۲۰.۹ سلنه یا فیصده خوارځواکی ماشومان په کونړ کې شتون لری، چې په دې کې ۱۶.۴ منځنۍ کچې سوء تغذیی یا خوارځواکی ماشومان دی او ۵.۵ سلنه ماشومان شدید خوارځواکی ماشومان دی.
گهیځ