کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي مسوولینو په وینا تېره ورځ ناوخته د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه مسکو فارمت ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته ولاړ.
د خبر پر بنسټ، دغه افغان پلاوی به دوه ورځې مسکو کې وي او وروسته به د روسيې فدراسيون تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته، چې مسکو فارمټ ناسته سږ کال په کې د سپټمبر پر ۲۹مه دايریږي، ولاړشي.
د بهرنیو چارو وزارت د مسوولینو په وینا دغه پلاوی به د دغه سفر په ترڅ کې پر بېلابېلو سیاسي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/