کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلی، چې د ۱۴۰۲ هـ لمریز کال د سنبلې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۱ مې نېټې پورې ۴۰ زره ۷۶۹ تنه، چې ۱۸۷۱ کورنۍ او همدارنګه ۳۳ زره ۲۵۵ تنه مجرد افغان کډوال له ایران څخه د ورېښمو پُل له لارې هېواد ته راستانه شوی دی.
رییس زیاته کړې، چې په یادو ۱۸۷۱ کورنیو کې ۷ زره ۵۱۴ تنه غړی شامل وو.
د نوموړی په وینا له ۲۳ زره ۹۶۸ بې وزلو کسانو سره د همدې ادارې په همغږۍ د کډوالو سازمان موسسې له خوا خوراکی او نغدی مرستې وشوې او همدارنګه له کورنیو سره هم د خوراکی او غیر خوراکی توکو مرسته ترسره شوې ده.
دې وروستیو کې په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ځایی پولیسو او حکومتی مسوولینو له بد چلنده شکایتونه ډېر کړی، چې له امله یې یو شمېر کډوال بېرته خپلو سیمو ته راګرځېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ