وړمه ورځ یو شمېر نړیوالو رسنیو د ملګرو ملتو سازمان د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې په ګاونډی هېواد پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو شمېر څه باندې درې نیم میلیون تنو ته رسېدلی دی چې څه باندې اووه نیم لکه یې غیر راجستر شوی کسان دی او په مجموع کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ یوه ویاند رسنیو ته ویلی چې د پاکستانی چارواکو د شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوی، نژدې شپږ لکه افغانان نوی پاکستان ته کډوال شوی دی.
یاد راپور همدارنګه زیاتوی چې دغه افغانان چې ډېر یې د بېلابېلو مجبوریتونو له امله له خپل کور کلی څخه کډې کولو ته اړ شوی دی په افغانستان کې د شته بېلابېلو ستونزو او په ورته وخت کې د پاکستان حکومت سخت چلند ته په کتو، د ملګرو ملتونو سازمان ته سترګې په لاره دی تر څو د شته ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړی.
په ورته وخت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت چارسمبالی سفیر سردار احمد شکېب له بی بی سی راډیو سره په یوه مرکه کې وایی چې د ملګروملتونو د کډوالو عالی کمیشنرۍ له دوی سره د افغان کډوالو د ستونزو هوارولو کې مرسته نه کوی.
نوموړی دا هم وایی چې یو اېن اېچ سی آر او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوی د کډوالو افغانانو د هغه شته ستونزو په اړه چې دوی یې ورسره مطرح کوی له دوی سره هېڅ همغږی نه کوی او نه د دوی پوښتنو ته ځواب وایی.
یوې خواته که وګورو په پاکستان، ایران او د نړۍ په ګڼو نورو لیرې او نژدې هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزه نوې نده، په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې منحوسې کودتا څخه چې له خپل مال او ملک څخه د مظلومو افغانانو بې ځایه کېدل او پردیو ملکو ته د هغوی د کډواله کېدو لړۍ پیل شوې بیا تر ننه په بېلابېلو دورونو کې همداسې روانه ده او خوار او ځپل شوی افغانان له هماغه وخته بیا تر ننه د کډوالۍ او بې کارۍ غمېزه ګالی.
بل خوا ددې تر څنګ د سیمې او ګاونډ په لیرې او نژدې هېوادونو کې له خوار او بې کوره شویو افغانانو سره د دغه کوربه هېوادونو غلط او ناسم چلند هم نوی ندی، د خوارو افغانانو د کډوالۍ له لومړۍ ورځې بیا تر ننه دا لړۍ هم د کډوالۍ له کړاو سره ملګرې ده او دواړه ستونزې څنګ په څنګ او موازی روانې دی.
له بده مرغه په افغانستان کې د یرغلګرو امریکایانو تر تیارې سیوری لاندې د قلابی جمهوریت تر سقوط وروسته د بدبخته افغانانو د کډوالۍ ستونزې لا نور اړخونه هم پیدا کړل او د یوه کړکیچ بڼه یې ځان ته غوره کړې ده.
طبیعی ده چې د بحران او کړکیچ له پراخېدو سره یوځای دلته ستونزې او کړاوونه هم زیات او پراخېږی او همدا وجه ده چې په مینځ کې د دې ټول بحران اصلی قربانیان بیا هم خوار او جګړه ځپلی افغانان دی او دا بدمرغه لړۍ به تر هغې همداسې روانه وی چې افغانان په خپل ملک کې د آرامۍ او سوکالۍ یوه مړۍ ډوډۍ پیدا نشی کړای.
دا به ومنو چې له افغانستان څخه د امریکایی یرغلګرو تر وتلو او په ملک باندې د واکمنې جعلی ډیموکراسۍ تر سقوط وروسته، دلته تر ډېره بریده د جګړې د اور بلې لمبې سړې شوې او اوس د خپل منځی جګړو له امله د افغانانو د تلفاتو هغه کچه ډېره را ټېټه شوې چې تر دې پخوا به وه، خو دلته ګڼ نور لاملونه هم شته چې لا هم خوار او درپه دره افغانان د خپلې خاورې او خپل ملک پرېښودو ته اړباسی او لا هم په سیمه او ګاونډ کې هغوی د خوارۍ او درپه درۍ ژوند او د ایران او پاکستان په څېر د شریرو ګاونډیانو د ظلم او ستم ګاللو ته اړ باسی.
په پاکستان کې پر بې سرپناه او مظلومو افغانان کډوالو د دغه هېواد د حکومت ظلمونه، څه نن او څه پرون د تاریخ هغه تور باب دی چې افغانان به یې کله هم هېر نکړی، خو په زړه پورې دا ده چې اوس د پاکستان پر حکومت سربېره د ملګرو ملتو سازمان اړوند ادارې هم د بې وزلو او جګړه ځپلیو افغانانو پر سر د ظلم او نادودو سره همغږی کوی او نه غواړی د هغوی ستونزې په سمه توګه حل شی.
دا چې د “یو این ایچ سی آر” د دې ډول اقداماتو موخه او هدف څه دی، شاید اړونده ادارې په خپله ښې پرې پوه شی اما یو څه چې هر چا ته ښکاره دی هغه دا دی چې پر خوارو افغان کډوالو له کلونو څه چې آن له لسیزو تجارت او سوداګری روانه ده او پدې سوداګرۍ کې نه یوازې د ایران او پاکستان په څېر زمونږ مسلمان ګاونډیان چې آن یو شمېر نړیوال طاقتونه او ځینې نړیوالې ادارې هم سره شریکې دی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162
گهیځ