د پاکستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په اړه د موقت صدراعظم څرګندونې رد کړې

کابل گهیځ نیوز (۴میزان ۱۴۰۲):
د پاکستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون د هغه هېواد د موقت صدر اعظم انوارالحق کاکړ هغه خبره غیر ډیموکراټیکه او غیر قانونی بللی، چې ویلی یې و د دې هېواد راتلونکې انتخابات به د عمران خان له ګډونه پرته ترسره کېږی.
د پاکستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون پرون د میزان په درېیمه پر اېکس پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې لیکلی دی چې د دغه هېواد محکمې لا تر اوسه د عمران خان او د هغه ګوند د نورو مخکښانو د جرمونه څېړی او په داسې حال کې د انوارالحق کاکړ ادعاوې غیر ډیموکراټیکې ګڼل کېږی.
په اعلامیه کې راغلی دی چې صدراعظم او د هغه حکومت به په یو اړخیزه توګه دا پرېکړه نه کوی چې رڼې ټولټاکنې به څنګه وی؟
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دوه ورځې وړاندې له اسوشیېټېډ پرېس آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلی و چې د هیواد راتلونکې انتخابات د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان له ګډون پرته هم په پاکه او شفافه بڼه ترسره کېدای شی.
کاکړ په هغه مرکه کې دا آوازې رد کړې چې ګواکې ددغه هېواد پوځ به په راتلونکو ټاکنو کې د عمران خان د ممکنه بریا د مخنیوی لپاره لاسوهنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
گهیځ نیوز از گوشه و کنار کشور و از اطراف و اکناف جهان، با تازه ترین اخبار، وقایع، مصاحبه ها، گزارش ها و تبصره ها روی داغ ترین قضایا ومهم ترین رخداد ها با در نظر داشت اصل دقت و توازن هر ساعت خدمت شما تقدیم می کند. ادرس های خبری ما:

Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.