په لغمان کې خلک د برېښنا آمریت او کارکونکو یې په فساد تورنوی
راپور: عبدالعزیز تلاش
د لغمان ولایت د برېښنا یو شمېر مشترکین تور لګوی چې د برېښنا آمریت کار کوونکی په فساد کې ښکیل دی ځکه نو د ځینو مشترکینو بلونه زیات او د ځینو نورو له مصرف سره سره ډېر کم راځی.
د برېښنا دغه مشترکین وایی چې په کور کې یوازې څلور یا پنځه ګروپونه لګوی چې باید مصرف یې له درې سوه افغانیو تر پنځه سوه افغانۍ پورې راشی، خو د برېښنا آمریت د کارکوونکو د فساد له امله د دوی د برېښنا بل دوولس زره یا دیارلس زره افغانۍ راځی.
دوی وایی چې ځینې زورواکی په دنګو ودانیو کې ژوند کوی او ډېره برېښنا مصرفوی، خو دا چې لدې امله چې د برېښنا آمریت مامورینو ته یوه اندازه پیسې د شیرینی په نوم ورکوی، نو د دوی لګښت کم لیکل کېږی؛ مګر خوار او غریب ته بیا لګښت ډېر لیکل کېږی او بل ډېر راځی.
دغه وګړی دعوه لری چې سره له دې چې لږه برېښنا مصرفوی، خو بیا هم دوی مجبور دی چې خپل بل تحویل کړی او
نیوکه کوی چې زورواکی ډېره برېښنا مصرفوی خو خپل د مصرف پیسې نه ورکوی. او قصور یې له دغه غریب او بې چاره خلکو څخه اېستل کېږی.
ځینې نور وګړی بیا وایی چې په آمریت کې مسلکی او په کار پوه مامورین نشته نو ځکه داسې ستونزه پیدا کیږی چې یو کس د پنځه سوه یا شپږ سوه افغانۍ مصرف لری خو بل پرې پنځه زره یا شپږ زره افغانۍ راځی.
د لغمان د مهترلام ښار اوسېدونکی استاد سیار صداقت وایی چې د برېښنا آمریت کارکوونکی په فساد کې ښکیل دی ځکه نو د دنګو ودانیو د اوسېدونکو او زورواکو بلونه د هغه اړیکو له مخې چې د آمریت له لوړ پوړو چارواکو سره یې لری، یا د هغه پیسو په وجه چې د شیرینی په نوم یې د برېښنا آمریت کارکوونکو ته ورکوی، کم راځی.
نوموړی وایی، چې دی په کور کې له سولر نه هم استفاده کوی او کله چې اسمان وریځ وی او سولر کار ونه کړی، نو له دولتی برېښنا نه استفاده کوی چې هغه هم یوازې څلور یا پنځه ګروپونه لګوی، خو بیا هم دولس زره بل پرې راغلی دی.
استاد صداقت وایی چې دی په کور کې له اوتو نه استفاده نه کوی، یوازې ګروپونه او واټر پمپ د څښاک اوبو لپاره کاروی، دا هم په هغه صورت کې چې اسمان وریځ وی او سولر(شمسی) کار ونه کړی، خو بیا هم ددې سره سره پر ده دوولس زره افغانۍ بل راغلی دی.په داسې حال کې چې دده ګاونډی چې تر ده زیاته برېښنا مصرفوی، بل یې کم راځی.
همدارنګه د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اصف اکرمزی هم وایی چې د برېښنا آمریت یو شمېر مامورین په فساد کې ښکیل دی، ځکه چې زه یوازې څلور ګروپونه لګوم خو پر ما پنځه زره او درې سوه او دوه ویشت افغانۍ بل راغلی.
دی هم وایی چې دوی غوندې خلکو ته شپږ زره، پنځه زره او څلور زره بل راځی، خو هغه خلک چې ډېر شتمن دی او یخچال، اوتو او نور برېښنایی وسایل کاروی، چې زورواکی دی پر هغوی پنځه سوه یا شپږ سوه افغانۍ بیل راغلی، زه نور نه پوهېږم چې څه ستونزه ده.
زبیر احمد اوریاخیل د لغمان ولایت مهترلام اړوند د تیرګړې اوسېدونکی دی، دی وایی چې په آمریت کې یو شمېر مامورین د روابطو پر اساس مقرر شوی او مسلکی نه دی، نو ځکه د دوی د ناپوهۍ او بې غورۍ له امله یو شمیر کسان چې کم مصرف لری خو د برېښنا بل پرې زیات راځی.
نوموړی زیاتوی چې:” ما ته ۱۵۳۶۰ افغانۍ د برېښنا بل راغی، خو زه ډېر کم مصرف لرم، زه چې د برېښنا آمریت ته لاړم او هلته مې موضوع شریکه کړه، هغوی راته وویل چې دا د بل کس مصرف تاته راغلی او ستا مصرف هغه کس ته لیکل شوی، په داسې حال کې چې زما اصلی مصرف شپږ سوه افغانۍ ؤ.”
څارنوال سید شریف نیازی د لغمان ولایت په سلطان غازی بابا ښارګوټی کې اوسېږی، دی هم وایی چې هره دوره کې له اصلی مصرف نه ډېر د برېښنا بل پرې راځی.
نوموړی زیاتوی: د برېښنا په آمریت کې فساد شتون لری او زه دا خبره په ثبوت وړاندې کوم.، د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې د میاشتې په ۱۸ مه نېټه، ما ته (۱۰۸۷۲) افغانۍ برېښنا بل راغلی ؤ چې د اقتصادی ستونزو له امله مې یوازې (۴۵۰۰) افغانۍ مې تحویل کړې او باقی ۶۳۷۲ باقیداری راځی، خو اوس د ۱۴۰۰ کال د ثور د میاشتې په اوومه نېټه زما د بل کې باقیداری ( ۸۳۸۲ ) افغانۍ لیکل شوې ده چې (۲۰۱۰) افغانۍ زیاته ده.
د لغمان ولایت د برېښنا آمر عبدالبصیر ساپی بیا وایی چې د برېښنا آمریت ټول کارکوونکی فنی او په کار خلک دی، دوی د میټرونو له مخې چې، موږ هر مشترک ته یې میټر نصب کړی دی، د مشترکینو مصارف ټاکی او د هر کس مصرف میټر معلوموی.
دی وایی، هر څوک چې شکایت لری چې مصرف یې لږ کړی او بل پرې ډېر راغلی نو دفتر ته مراجعه وکړی، مامورین ورسره ساحې ته ځی او میټر یې کتل کېږی او څومره چې یې مصرف کړی وی، هغه ته قناعت ورکول کېږی. که چېرته اشتبا شوې وه، انسان ده تېروتنه کېږی نو د همغه اصلی مصرف په اندازه بل ورکول کېږی.
دی زیاتوی چې موږ دوه ویشت زره مشترکین لرو، په ځینو وختونو کې داسې موارد پېښېږی چې د یوه کس د بل مصرف بل کس ته لیکل کېږی. انسان نه سهوه او غلطی کېږی، خو دا چې دوی وایی چې مسلکی نه دی، داسې نه ده دا خبره غلطه ده او د چا چې داسې مشکل وی نو دفتر ته دې راشی موږ یې ستونزه هواروو.
ښاغلی ساپی ههمدا راز دا خبره نه منی چې ګواکې د زورواکو د برېښنا مصرف قصور له عامو او غریبو خلکو اېستل کېږی او زیاتوی چې هر چا ته میټر نصب شوی او هر څوک خپل مصرف ورکوی.
د لغمان د برېښنا آمر زیاتوی چې: “موږ داسې نشو کولای چې د یوه تن د میټر مصرف واخلو په بل کس یې واچوو، زه دا خبره ردوم چې کوم څوک له کوم فنی کارګر سره اړېکې جوړوی او بیا د برېښنا د مصرف بل ورته کم راځی. ”
نوموړی زیاتوی چې د برېښنا مصرف بل په بانک کې تحویلېږی که څوک د یوې افغانۍ په اندازه هم څه ستونزه پکې ګوری، نو دا سند په لاس لری بانک ته دې لاړ شی او یا دفتر ته دې مراجعه وکړی او خپل حساب دې وګوری.
پداسې حال کې چې په لغمان کې د برېښنا مشترکین وخت ناوخته له ورته ستونزو شکایت کوی، چې پر غریبو خلکو سره له دې چې ډېره کمه برېښنا مصرفوی، خو بل ډېر زیات راځی.
دغه خلک وایی چې د دوی هغه ګاونډیان چې زورواکی دی، په دنګو ودانیو کې اوسېږی او برېښنا ډېره مصرفوی، خو دا چې د برېښنا آمریت کارکوونکو ته د شیرینی په نوم رشوت ورکوی، نو بل پرې کم راځی، خو بیا د همدوی قصور له هغه غریبانو اېستل کېږی، چې نه څوک پېژنی.
ځینې نور بیا وایی چې د آمریت مامورین غیرمسلکی کسان دی، دوی په غیرشعوری ډول او د دوی د بیغورۍ له امله د یو کس بل بل کس ته لیکل کېږی.
خو د برېښنا آمر عبدالبصیر ساپی په آمریت کې د فساد خبره ردوی او وایی چې کیدای شی له کارکوونکو څخه تېروتنه وشی ځکه انسان دی او حتمی ترینه خطا کېږی، خو د ښاغلی صافی په خبره داسې کسان دې د برېښنا آمریت ته مراجعه وکړی تر څو یې ستونزه یې حل شی.
گهیځ