د مهترلام په ستر میله ځای سراج بڼ کې له ښاروالۍ سره په جوړ جاړی ناقانونه تعمیرونه جوړ شوی
راپور: عبدالعزیز تلاش
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار په ستر میله ځای، سراج بڼ کې په غیر قانونی توګه یو کانتین جوړ شوی چې ګټه یې هم شخصی جیبونو ته ورځی.
په داسې حال کې چې د ښاروالی ګانو د قانون په اساس، په دولتی تأسیساتو کې کار کول (دوکان، کانتین او یا کومې ودانۍ جوړول) منعه دی، خو د مهترلام ښار په تاریخی پارک یا بڼ (سراج کلا) په د ننه کې د نوید په نامه یوه تن له بلوکو څخه دوکان جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې چې نوید نومی دغه کس د سراج بڼ په دننه کې یوازې د دولتی هوټل ودانۍ د مهترلام ښار له ښاروالۍ څخه په اجاره نیولې او دولت ته به یوازې د دغه د هوټل کرایه ورکوی خو د هوټل له ودانۍ بهر او د سراج بڼ په داخل کې همدغه کس د ښاروالۍ له چارواکو سره د جوړ جاړی له لارې د دوکانونو کرایه د دولت پر ځای شخصی جیبونو ته ځی.
د لغمان ولایت یو شمېر ځوانان او مدنی فعالان دا کار یو ستر فساد ګڼی او غوښتنه کوی چې باید د دې فساد مخه ونیول شی.
دوی وایی چې له یوې خوا ته په دولتی تأسیساتو کې شخصی کار کول منعه دی او له بلې خوا د دغه دوکان ګټه د دولت حساب ته نه ورځی، بلکې شخصی جیبونو ته غورځېږی، چې له ښاروالۍ سره د جوړجاړی په پایله کې دغه کس ته اجازه ورکړل شوې چې په دولتی بڼ کې دوکان جوړکړی.
دوی نیوکه کوی چې په اجاره یوازې د هوټل ودانۍ اخیستل شوې او دولت ته یوازې د ودانۍ کرایه ورکول کېږی، نو د دوکان ګټه شخصی جیبونو ته ورځی او په غیر قانونی توګه هم جوړ شوی، چې باید مخه یې ونیول شی.
عبدالله احسان د لغمان ولایت یو تن ټولنیز فعال دی، دی وایی چې دا یو غیر قانونی کار دی چې د سراج په تاریخی بڼ کې یو کس ځان ته شخصی دوکان جوړ کړی او بیا ګټه یې هم یوازې شخصی جیبونو ته ورځی او دولت ته نه رسېږی، نو باید د دې فساد مخه ونیول شی.
د لغمان ولایت یو بل اوسېدونکی احمد ولی هم وایی چې دا یو غیرقانونی کار دی چې په دولتی ملکیت کې شخصی کار وشی.
دی هم وایی چې قرارداد کې یوازې د هوټل ودانۍ دغه کس ته ورکړل شوې، خو ده په غیر قانونی توګه په باغ کې دوکان هم جوړ کړی، چې ښاروالۍ یې باید مخنیوی کړی وای.
احمد ولی وایی چې ښاروالۍ هم پدې په فساد کې ورسره ښکیله ده او له دغه کس سره یې جوړجاړی کړی دی، ځکه نو یې مخه نه نیسی.
نوموړی زیاتوی چې: “په قرارداد کې یوازې د هوټل ودانۍ په اجاره ورکړل شوې ده او دولتی تأسیساتو کې نور لاس وهل او کار کول منع دی. دا له ښاروالۍ سره په پټه او د پردو تر شا یو جوړجاړی دی، دغه کس به دوی ته یوه اندازه پیسې ورکوی چې دا شخصی جیبونو ته ورځی او دا یو غیرقانونی کار دی چې دوی ترسره کړی دی.”
له بلې خوا پر ټولنیزو رسنیو هم یو شمېر ځوانانو نیوکه کړې چې په تاریخی ځایونو کې لاسوهنه، فرهنګی میراثونو ته زیان رسوی او باید ددې کار مخه ونیول شی.
دوی وایی چې په سراج بڼ کې دوکان جوړول یا تصرف په کې کول غیر قانونی کار دی او باید د دا ډول کارونو مخنیوی وشی.
د لغمان ولایت د فرهنګ او ګرځندوی آمر نادر مخور هم وایی چې په دولتی تأسیساتو کې لاسوهنه منعه ده او که څوک دا کار کوی نو غیر قانونی کار دی.
مخور زیاتوی چې د مهترلام ښاروالۍ د یوه قرارداد په اساس د هوټل ودانۍ په کرایه ورکړې ده او دا چې په بڼ کې دوکان جوړ شوی دا غیر قانونی کار دی او موږ یې د مخنیوی په خاطر ولایت مقام ته رسمی مکتوب وراستولی دی.
دی وایی چې ښاروالۍ په هغه صورت کې دولتی ودانۍ یا ځایونه په کرایه ورکولی شی چې، تاریخی او فرهنګی ابداتو او اثارو ته په کې زیان ونه رسېږی؛ که چیرته فرهنګی اثارو ته زیان واوړی نو بیا دا د قانون له مخې منع ده.
دی زیاتوی چې په دغه کانتین سره د بڼ ګلدانونو او نورو تاریخی ونو ته زیان رسېږی نو پر دې اساس موږ یې د مخنیوی غوښتنه وکړه.
ښاغلی مخور وایی: “ښاروالۍ یوازې د هوټل ودانۍ په کرایه ورکړې او ښاروالۍ په هغه صورت کې یو دولتی ځای یا ودانۍ په کرایه ورکولی شی چې فرهنګی اثارو او میراثونو ته په کې زیان ونه رسېږی؛ دا حق هېڅوک نه لری چې په دولتی ځایونو کې لاسوهنه وکړی. ”
نوموړی دا اندېښنه ښکاره کوی چې که که چېرته اوس یو دوکان ته اجازه ورکړل شی کیدای شی چې په راتلونکی کې نور دوکانونه هم جوړ شی، چې په دې کار سره دې تاریخی او فرهنګی ځای ته زیان رسېږی.
نوید هغه څوک دی چې د دغه هوټل ودانۍ یې د یو قرارداد په اساس له ښاروالۍ نه په اجاره نیولې، دی وایی چې دغه هوټل یې له ښاروالۍ نه د درې کالونو لپاره په اجاره نیولی چې په بدل کې یې ښاروالۍ ته هره میاشت دېرش زره او دوه نیم سوه افغانۍ ورکوی.
نوموړی په دغه هوټل کې قیلون خونه او رستورانت جوړ کړی چې ځوانان دلته د تفریح لپاره ورځی.
نوید وایی چې: “موږ خبر نه وو چې په دولتی ځایونو کې لاسوهنه منع ده نو ځکه مو دغه دوکان جوړ کړ او که موږ خبر وای چې دولتی ځایونو او تأسیساتو کې کار کول منعه دی نو دا دوکان مو نه جوړاوه.”
نوموړی دا نه منی چې دغه کانتین دې یې له ښاروالۍ سره د معاملې یا جوړ جاړی په اساس ودان کړی وی.
خو دا چې ولې تر اوسه دوی ته په دغه کانتین کې د فعالیت اجازه ورکړل شوې او ښاروالۍ یې مخه نه نیسی؟
په دې اړه نوید وایی چې: “موږ ښاروالۍ ته هم وویل چې مونږ په بې خبرۍ کې دا کار کړی، بیا مو له ښاروالۍ سره خبره شریکه کړه چې، اوس خو مو دومره مصرف کړی او کانتین مو جوړ کړی دی نو د قرارداد تر پایه دا کانتین پرېږدیی چې موږ پکې کار وکړو او له هغه وروسته به یې خراب کړو. ”
بل اړخ ته د مهترلام ښاروال مجاهد رحمتزی وایی چې قرارداد یوازې د هوټل د ودانۍ شوی او کانتین په شخصی روابطو جوړ شوی او له کانتین نه هېڅ کرایه موږ نه ترلاسه کوو.
رحمتزی وایی چې: “دا قرارداد د پخوانی ښاروال په وخت کې شوی دی او ما په باربار په اداری مجلس کې ددې کانتین په اړه خبرې کړی دی او که د اداری مجلس پرېکړه وشی نو سبا یې هم لرې کولی شم.”
ښاغلی رحمتزی د ښاروالۍ د اوسنۍ ادارې او قرار دادی نوید تر منځ د هر ډول جوړ جاړی خبره ردوی او ژمنه کوی چې ډېر ژر به د مهترلام د ښاروالۍ په اداری مجلس کې ددې کانتین برخلیک معلوم شی.
رحتمزی زیاتوی جې : “خو د پخوانی ښاروال په وخت کې د هوټل قرارداد شوی او د هغه په وخت کې چې څه شوی وی، د هغه په اړه څه نه شم ویلی.”
د سراج بڼ د هوټل قرار دادی نوید وایی چې دده او مهترلام ښاروالۍ تر منځ قرار داد د درې کالونو لپاره شوی او دی هره میاشت ښاروالۍ ته دېرش زره او دوه نیم سوه افغانۍ ورکوی، خو د مهترلام اوسنی ښاروال ښاغلی رحمتزی بیا وایی چې د سراج بڼ هوټل یې د میاشتې په درې دېرش زره افغانۍ قرار داد کړی او نوید هره میاشت درې دېرش زره افغانۍ د مهتر لام ښاروالۍ ته ورکوی.
که څه هم د مهترلام ښاروال ښاغلی رحمتزی له قرار دادی نوید سره په سراج بڼ کې د ودانیو جوړولو په اړه هر ډول جوړ جاړی ردوی او ځان لدې معاملې بېخی جلا ګڼی خو د لغمان یو شمېر ځوانان او مدنی فعالان وایی چې دغه کانتین د یوې معاملې او جوړجاړی پر اساس جوړ شوی او نوید ته یې اجازه ورکړې چې په بڼ کې کانتین جوړ کړی.
چې دا یو غیرقانونی کار دی او دا چې دغه کانتین د څومره پیسو په بدل کې پرېښودل شوی پیسې شخصی جیب ته ورځی، چې دا یو ستر فساد دی.
گهیځ