د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې افغان او پاکستانی استازی لفظی شخړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې افغان او پاکستانی استازی خپلو کې لفظی شخړه وکړه.
په دغه غونډه کې د پاکستانی استازی تر خبرو وروسته افغان لوری پر پاکستانی استازی نیوکه وکړه، چې د دوه مخې لوبې په کولو سره یو لور ته د ترهګرو په نوم شکایت کوئ، خو له بل لوری بیا د همدغه ډول ترهګریزو فعالیتونو تر شاه لاس لرئ.
پاکستانی لوری د افغان استازی پر دغو خبرو غبرګون وښود او دا یې ښکاره دښمنی وبلله.
پاکستانی استازی هم نیوکه وکړه، چې افغانستان کې رسمی حکومت نشته او باید نوموړی له دغه ډول څرګندونو لاس په سر شی.
دغه غونډه چې تېره ورځ ترسره شوه، په کې ګڼ شمېر ګډونوالو له سرپرست افغان حکومت سره پر تعامل او خبرو ټینګار وکړ.
هېره دې نه وی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولی تر اوسه هم د پخوانی حکومت استازی ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.