کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د عراق په شمالی ښار حمدانیه کې د واده په مراسمو کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې تر دې مهاله په کې د ۱۱۵ کسانو د مړینې او ۲۰۰ کسانو د ټپی کېدو خبرونه تایید شوی دی.
همدا رنګه راپورونه وایی چې په مړیو کې زوم او ناوې هم شامل دې او په دغه اور لګېدنه کې چې تېره شپه رامنځته شوې، د سر زیان ترڅنګ یې مالی زیانونه هم اړولی دی.
حمدانیه ښار کې سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې په پېښه کې ټپی شوی کسان د عراق بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوی او دا مهال تر درملنې لاندې دی. روغتیایی چارواکو ویلی، چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او له همدې امله ممکن د مړو شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی راشی.
تر اوسه د اورلګېدنې لامل نه دی څرګند، خو لومړنی راپورونه ښیی چې دا پېښه د اور لوبو له امله رامنځته شوې ده.
په ورته وخت کې د عراق روغتیا وزارت ویلی، چې ټپیانو د چټکې درملنې لپاره یې اضافی امبولانسونه او پرسونل سیمې ته لېږلی دی.
د عراق لومړی وزیر ټولو اړونده ادارو ته امر کړی، چې د ټپیانو درملنې ته پر وخت رسېدنه او له زیانمنو شویو کسانو سره مرسته وکړی.
ویل کېږی چې د تلفاتو د ډېر والی یو لامل د واده پر ګډونوالو د هوټل د چت راغورځېدل دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ