د مهترلام په ښاروالۍ کې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې د اېښودل کېدو په ځای ورکې شوې دی

د مهترلام په ښاروالۍ کې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ په ښار کې د اېښودل کېدو په ځای ورکې شوې دی
راپور: رویا. سیاوش
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ګهیځ موندنې په ډاګه کوی چې یوې خواته په ښار کې د کثافت دانیو لږوالی، د کثافاتو او چټلۍ کچه ورځ تر بلې زیاته کړې، بل خوا د مهترلام د ښاروالۍ یو چارواکی په دغه ښار کی د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د ایښودلو دعوه کوی خو دم ګړۍ د ګوتو په شمېر کثافت دانۍ په ټول ښار کې نشته دی.
بل خوا د مهترلام ښار د بېلابېلو برخو اوسېدونکی او د بازار دوکانداران په دغه ښار کې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د اېښودلو دعوه نه منی او وایی چې هېڅ کله په دومره کچه کثافت دانۍ په ښار کې ندی اېښودل شوې.
پداسې حال کې د ښار اوسېدونکو په وینا او د شته شواهدو پر بنسټ په ټول ښار کې د ګوتو په شمېر کثافت دانۍ لیدل کېږی.
د مهترلام د ښاروالۍ د تنظیف او سر سبزۍ مدیر صفی الله احمدزی وایی چې دوی د مهترلام ښار په پنځو ناحیو کې جامد او غیر جامد کثافات را ټولوی، د ښار سړکونه جارو کوی، له مارکیټونو څخه د زرنج موټرو په واسطه کثافات را غونډوی او د ښار په شنو سیمو کې ونی او بوټی کری.
صفی الله احمدزی د ګهیځ له خبریالې سره په خپلو خبرو اترو کې وویل چې د دوی ټول فعالیتونه د تنظیف او سر سبزۍ په محور را څرخی او خدماتی کارونه دی.
هغه د بېلګې په توګه وایی چې سږ کال یې د ډاکتر زاهد، قلعه سراج او څو نورو باغونو کې نوی نیالګی کښینول تر څو چاپېریال پاک و ساتل شی او په ښار کې سرسبزی ښکاره شی.
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مسؤول په ښار کې د کثافاتو د زیاتوالی په اړه د خلکو شکایت منی خو پړه بیا پر هغه ډله ښاریانو اچوی چې دده په خبره له ښاری فرهنګ سره بلد ندی او کثافات د کثافت دانیو پرځای په بې ځایه ځای کې غورځوی او د ښاروالۍ له خوا کېنول شوی نیالګی ماتوی.
د احمدزی په وینا دوی په یوه ورځ کې په ټولیزه توګه اویا متر مکعبه کثافات له ښار څخه انتقالوی.
همدارنګه نوموړی په ښار کې د کثافت دانیو د کمبود په اړه د مهترلام ښاریانو شکایت نه منی او وایی چې دوی(د مهترلام ښاروالۍ) د ښار په بېلابېلو برخو کې ۱۸۰۰ دانې کثافت دانۍ اېښې دی او آن تر دې چې د هرو دوو کراچیو پرسر یې یوه کثافت دانۍ وېشلې دی.
ښاغلی احمدزی وایی چې د دې تر څنګ یې د عامه پوهاوی په برخه کی هم ډېرې هڅې کړې دی او آن د جامع مسجدونو له امامانو یې هم غوښتی تر څو د جمعې په ورځ په خپلو وعظونو کې د نظافت په مراعات او بې ځایه ځای د کثافاتو نه غورځولو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړی.
خو بل خواته عام خلک د ښاغلی احمدزی دا خبره چی په ښار کې یې ۱۸۰۰ کثافت دانۍ وېشلې، نه منی او دا ادعا غلطه ګڼی.
د مهترلام اوسېدونکی او دوکاندارن د ښاغلی احمدزی د خبرو په اساس په ښار کې د ۱۸۰۰کثافت دانیو له توزیع او ویشلو څخه ناخبری څرګندوی او همدارنګه د مهترلام ښار د مرکزی جامع مسجد ملا امام قاری عزت الله د ښاروالۍ لخوا د کومې لارښوونې یا پلان د ور کولو څخه ناخبری ښکاره کوی .
همدارنګه نور احمد د لغمان د ګمین سیمې یو اوسېدونکی نور احمد چې په ښار کې د سبزی خرڅولو کراچۍ لری، تر څنګ یې ولاړ بل کراچی وان ملګری ته اشاره کوی او وایی چې د ښاروالۍ له خوا نه د هر دوو کراچیو په سر د یوې وړې کثافت دانۍ له وېشلو ناخبری ښیی او وایی چی: “مونږ ته چا ندی راکړی او نه د کثافت او د نظافت په اړه مونږ ته کومه خبره شوې ده ”
په همدې توګه د مهترلام ښار بل پلورونکی سیدا جان هم د نور احمد په څېر د ښاروالۍ له خوا په ښار کې د ۱۸۰۰ دانو کثافت دانیو ویشل، نه منی او له هغې څخه ناخبری څرګنده وی. نوموړی وایی چی داسې هېڅ یوه کراچۍ والا ته هم کثافت دانۍ نده ور کړل شوې. د نور احمد، سیدا جان په څېر عبدالرشید د چهل مټی سیمی، د ډېرو کراچۍ لرونکو هم د ۱۸۰۰ کثافت دانیو د ورکړې څخه ناخبری څرګنده کړه . دوی ټول وایی چې د مهترلام ښاروالۍ له دا ډول کوم اقدام څخه نه خبر شوی، نه یې په ښار او بازار کې ددې ډول کثافت دانیو کوم اثر لیدلی دی.
که څه هم د ګهیځ خبریالې ډېره هڅه وکړه چې پدې تړاو د لغمان د والی له ټولنېزې مرستیالې آغلې برېښنا ساپۍ سره اړیکه ونیسی او د موضوع د څرنګوالی په اړه ترې معلومات وغواړی، خو د پرله پسې اړیکو سره سره، پدې کار بریالۍ نشوه.
بل خوا په مهترلام ښار کې میشت ځینی مدنی او ټولنیز فعالان بیا پدې اند دی چې کېدای شی د مهترلام ښاروالۍ او په تېره بیا د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت په مهترلام ښار کې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو پروژه له کوم ځای نه ترلاسه کړې وی، خو د عملی کولو پر ځای یې پیسې خپلو جیبونو ته اچولې وی.
د احسان حمیدی په نامه د مهترلام ښار اوسېدونکی او مدنی فعال پدې باور دی چې د ۱۸۰۰ کثافت دانیو پیسې او مصرف له مرکز نه ترلاسه شوی، خو په اصلی موخه ندی مصرف شوی، او اوس د مهترلام ښاروالۍ چارواکی د خلکو په سترګو کې خاورې شیندی او په ښار کې د کثافاتو د زیاتوالی په لړ کې د خپل مسؤولیت د نه ادا کولو پړه هم پر خلکو ور اچوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.