کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۶ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د سېند آیالت په کاشمور سیمې په یوه کور کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله اته تنه وژل شوي دي.
پولیس وایي، په وژل شویو کې پنځه ماشومان، یو نارینه او دوه مېرمنې شاملې دي.
په سیمه کې د پولیسو یو افسر دغو رسنیو ته ويلي، چې دا مرمۍ ماشومانو له کوره دباندې موندلې وه او کور ته یې وړې وه، چې هلته یې پر دوی باندې چاودنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳