د نورستان ترافیک هره میاشت د موټر چلولو د لیسنس په ورکړه کې نژدې۵۰ زره افغانۍ غیر قانونې پیسې اخلی

د نورستان ترافیک هره میاشت د موټر چلولو د لیسنس په ورکړه کې نژدې۵۰ زره افغانۍ غیر قانونې پیسې اخلی
راپور: شکیب مروان
د ګهیځ موندنې ښیی چې د نورستان د ترافیکو مدیریت هره میاشت د موټر چلوونې جواز یا لیسنس د ورکړې په بدل کې ۴۹۸۰۰ افغانۍ غیر قانونی اخلی چې د دغه مدیریت د مسؤولینو جیبونو ته ځی.
د افغانستان د قوانینو له مخې یو اتلس کلن ډریور کولای شی د افغانستان تابعیت په لرلو او د ترافیکی قوانینو د ۱۵ ورځنی درس تر اخیستو وروسته چې کله د موټر چلولو په عملی او نظری آزموینه کې بریالی شی، د موټر چلولو جواز یا لیسنس ترلاسه کړی چې قانونی لګښت یې ۵۱۰ افغانۍ کېږی چې ۵۰۰ افغانۍ به په بانک کې تحویلوی او ۱۰ افغانۍ د فورم ترلاسه کولو په بدل کې اخیستل کېږی، خو د ګهیځ موندنې جوتوی چې په نورستان کې دا کار نه کېږی او د موټړ چلولو د جواز ورکړې پروسه له فساد نه ډکه ده.
د کونړ- نورستان د لویې لارې یو تن موټر چلوونکی چې نه غواړی نوم یې واخیستل شی، ګهیځ ته ومنله چې پرته له درس او د عملی موټر چلولو له آزموینې یې د نورستان د ترافیکو له مدیریت نه د موټر چلولو جواز ترلاسه کړی او اوس یې هم کاروی. نوموړی ګهیځ ته وویل:” لیسنس مې نورستان کې اخیستی او ۳ زره افغانۍ مې پرې ورکړې دی، درس مې ورته نه دی ویلی.”
نوموړی یوازینی موټر چلوونکی نه دی چې د پیسو په مقابل کې یې د نورستان د ترافیکو له مدیریت نه جواز ترلاسه کړی، بلکې په لسګونه نور موټر چلوونکی هم شته چې ورته برخلیک لری او د پیسو د ورکړې په بدل کې یې د موتړ چلولو جواز ترلاسه کړی دی.
همدارنګه یو تن بل موټر چلوونکی چې ګهیځ ته یې د خپل لیسنس یا جواز د اخیستو کیسه کړې، په دې هم نه ندی خبر چې د ترافیکو د مدیریت له لورې د لیسنس اخیستو لپاره څومره موده درس لوستل کېږی؟ دغه کس د ګهیځ خبریال ته د څو پوښتنو په ځواب کې یوې خواته وایی چې په نورستان کې یې د لیسنس اخیستو لپاره شپږ میاشتې درس لوستی دی خو بل خوا بیا د ورکړیو پیسو په اړه وایی چې: “درس چې څومره وایې نو همغومره به پیسې ورکوې، خوښه دې درې میاشتې یې وایې یا یې یوه میاشت وایې، هر قسمه چې ته ځان پوهولی شې او د لیسنس د کتابچې چې څومره پیسې دی هغه به ورکوې او څه پیسې به په بانک کې تحویلوی.” نوموړی زیاتوی چې: “ما خو خپله ۱۵۰۰ افغانۍ ورکړې دی.”
د ګهیځ د موندنو له مخې د نورستان د ترافیکو مدیریت د ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې د موټر چلولو شل لیسنسونه موټر چلوونکو ته ورکړی دی. که یوازې همدا تېره یوه میاشت حساب کړو چې ۲۰ لیسنسونو اخیستونکو نه ۳ زره افغانۍ اخیستل شوې، نو دا ټولې پیسې ۶۰۰۰۰ افغانۍ کېږی او که هغه قانونی پیسې چې د یوه لیسنس لپاره دولت ټاکلې یعنې ۵۱۰ افغانۍ حساب کړو نو ټولې (۱۰۲۰۰) افغانۍ کېږی اوس چې له (۶۰۰۰۰) زرو څخه (۱۰۲۰۰) افغانۍ منفی کړو نو پاتې پیسې ۴۹۸۰۰ افغانۍ کېږی چې دا پیسې یوازې د تېرې ثور په میاشت کې د نورستان د ترافیکو مدیریت د کارکونکو له لورې په غیر قانونی بڼه اخیستل شوې او د دولت د خزانې پر ځای، د څو کسانو شخصی جیبونو ته تللې دی.
په دې تړاو مو د نورستان د ترافیکو له مدیر سمونمل رحیم الله بسمل څخه پوښتنه وکړه نوموړی وایی چې هر وخت هڅه کوی هغه کسان چې غواړی لیسنس ترلاسه کړی، درس ته یې را وغواړی خو ډېری خلک درس ته نه راځی.
ښاغلی بسمل ګهیځ ته ومنله چې په مدیریت کې یې د اداری فساد هڅې شوې، خو دده په خبره دی هڅه کوی چې په فساد ککړ کسان رسوا او د قانون منګلو ته یې وسپاری.
بسمل زیاتوی: “دلته زما یو کال کېږی چې راغلی یم، زه دا منم چې اداری فساد شته، پیسې به اخیستل شوې وی خو هغه کسان اوس نشته، او که اوس څوک په دې کار کې لاس ولری نیول کېږی به او د قانون منګلو ته به سپارل کېږی.”
که له یوې خوا ترافیکی پولیس په سړکونو او جادو کې د راپېښیدونکو ترافیکی حادثو د مخنیوی لپاره خپلې دندې پر مخ وړی له بل پلوه د نورستان د ترافیکو مدیریت د پیسو اخیستو په مقابل کې په غیر قانونی توګه موټر چلوونکو ته لیسنس ورکوی چې دا په خپله د ترافیکی پېښو غټ لامل کېدای شی، ځکه پرته له درس ویلو او په موټر چلولو باندې د حاکمیت او سم پوهېدلو پرته چې له یوه عام او عادی کس نه موټر چلونکی جوړ شوی وی او په ناقانونه توګه ورته لیسنس ورکړل شوی وی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.