کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ ناسته کې ویلی، لکه څنګه چې موږ نورو هېوادونو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، د نړۍ هېوادونه دې هم دوی ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوی.
نوموړی ویلی، نړۍ باید له دوی سره رسمی چلند وکړی او د چین په څېر دې خپل سفیران افغانستان ته ولېږی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، سرپرست حکومت چمتو دی چې د پولو په ښه ساتنه کې له نورو هېوادونو سره ګډ کار وکړی او د نشه یی توکو په شمول د شر اچوونکو عناصرو مخنیوی وکړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړې، هغه هېوادونه چې د افغانستان په اړه اندېښنې لری، په کار ده چې د افغانستان د واقعی انځور لیدلو لپاره افغانستان ته راشی.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا د یوشمېر نورو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳
گهیځ