کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د ښځو او بشري حقوقو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د ترکیې له لومړۍ مېرمنې آمنې اردوغان او په نړیوالو زده کړو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي، ګورډن براون سره کتلي دي.
اميري پر خپله ټویټر پاڼه کې د ترکيې له لومړۍ مېرمنې څخه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له ملاتړ او پېوستون مننه کړې ده.
همدارنګه رینا امیري په نړیوالو زده کړو کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي هم مننه کړې، چې هره برخه کې یې د افغان ښځو او نجونو له باکېفیته زده کړو ملاتړ کړی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳