معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ملګري ملتونه غونډه جوړوي

افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ملګري ملتونه غونډه جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیاله آمینې محمد ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه (په اسلام کې د ښځو رول) په نوم غونډه جوړه کړي.
آغلې محمد دا خبره تېره ورځ په یوه خبري غوڼده کې کړې ده.
نوموړې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو وضعيت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دى او پر دغه حالت یې اندېښنه ښودلې ده.
هغې د غونډې د ځای او دا چې کله به یاده ناسته جوړیږي، معلومات نه دي ورکړي، خو سرپرست افغان حکومت بیا وايي، دوی د اسلام په رڼا کې د ښځو ټولو حقونو ورکړې ته ژمن دي او په هېواد کې د ښځو ډېری شرعي حقونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس