کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال د یو ټویټ په کولو سره ویلی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د مسکو فارمټ په څنډه کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو، یو شیانګ او اصف درانی سره ګډه ناسته کړې ده.
د دوی په خبره دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چین پر اړیکو، ګډو ګټو او تهدیدونو مفصلې خبرې شوې دی.
د بهرنیو چارو وزیر دغه ناسته کې له پاکستانی لوری غوښتنه کړې، چې د ستونزو راپورته کېدو پرمهال باید د رسنیزو څرګندونو پرځای له ډیپلوماتیکو لارو د مشکل د حل هڅه وشی.
چینایی لوری هم ډاډ ورکړی، چې سیمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړ په موخه چمتؤ دی، چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زیاتې کړی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ