فراه کې د بارانی اوبو زېرمه کولو په موخه ۱۱ چک ډیمونه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په فراه ولایت کې د بارانی اوبو د زېرمه کولو په موخه ۱۱ چک ډیمونه جوړوی.
د خبر پر بنسټ، د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د انجینرۍ ریاست رییس فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت له والی، د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس، کرنې،‌ اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او یو شمېر نورو مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلی، چې یاد وزارت د فراه ولایت په ۱۱ واړو ولسوالیو کې د بارانی اوبو د زېرمه کولو په موخه ۱۱ چک ډیمونه جوړوی.
نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې د یادو چک ډیمونو رغنیزې چارې به د دریو میاشتو په موده کې د پنځو مترو په لوړوالی او ۶۰ مترو په اوږدوالی سره بشپړې شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.