د افغان لوری د دریځ باوجود د مسکو غونډه د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په غوښتنه پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړېدو، د ښځو حقونو په تامین او د ترورېزم سره د مبارزی په پیاوړی کېدو ټینګار شوی دی.
د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتی غونډو ‎په لړ کې د جمعې په ورځ د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې پنځمه غونډه د روسیې، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اوزبکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت د یوپلاوی په ګډون جوړه شوه.
په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې د واقعی ټولشموله حکومت د جوړېدو برخه کې، چې په افغانستان کې د ټولو مېشتو قومونو او سیاسی ډلو ګټې په کې منعکس شی، تر اوسه هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ګډې اعلامیې د خپرېدو دمخه د مسکو فارمټ غونډې ته وویل، چې علمی او عملی تجربو ښودلې ده چې د افغانستان د بحران اصلی ریښه د کورنیو مسلو په اړه د خارجی نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو، چې د دغه هېواد جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دینی او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوی وو.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.