کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تېره یوه اونۍ کندهار څخه پاکستان ته د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ټنه انار صادر شوی دی.
د کندهار بڼوال او سوداګر له سرپرست حکومته غواړی، چې د پاکستان له لوری د لوړې مالیې د اخیستلو او نورو ستونزو د هواری په پار د هلو – ځلو سربېره، د نورو هېوادونو بازارونو ته هم د انارو د حاصلاتو د صادرېدو زمینه برابره کړی.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس وایی، سږ کال دوی هڅه کوی، څو د کندهار انار له ترانزیټی لارو نورو هېوادونو ته هم صادر کړی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست هم ویلی، چې سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله، د انارو حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ