کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د بلخ د ټولګټو چارو رییس وایی، دغه سړک د مرکز مزار شریف له شهید سلیم چوک څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بازاره د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت رغیږی، چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شی.
هغه زیاته کړې، چې د مزارشریف ښار په بېلابېلو برخو کې یې هم د پلګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دی.
په ورته مهال د بلخ ولایت مرستیال نورالهادی ادریس د یاد سړک د بیارغولو د پرانیستلو په مراسمو کې ویلی، چې د بلخ ولایت مشرتابه هڅه کوی څو د بنسټیزو پروژو چارې ګړندۍ کړی او د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ