کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کندوز کې د سپین زر دولتی شرکت له لوری د هېواد له کروندو د راټولو شویو ۱۵۰ ټنه وچو رومیانو لومړۍ محموله اروپا ته استولې ده.
په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې مسوولینو خوښی ښودلې او دا یې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی دی.
سپین زر دولتی شرکت کې اوسمهال سلګونه کسان د پنبې، د پنبې د غوړیو، کونجاړې، کاغذی دستمالونو او نورو توکو د تولید په برخه کې په کار بوخت دی.
د دغه شرکت مسوولینو زیاته کړې، چې د وچو رومیانو سربېره یې لاسی صنایع هم د دغه شرکت له لارې بهرنیو هېوادونو ته صادر کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې مخکې تر دې د افغانستان تولید غیرې الکولی مشروبات او ځینې نور تولیدات هم بهرنیو هېوادونو ته صادر شوی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ