کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۹ مه نېټه):
د سرپرست حکومت یو څلور کسیزه پلاوی د اسلامی وحدت په کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.
په کابل کې د ایران سفارت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوی چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د زېږېدنې په مناسبت به د افغانستان د سرپرست حکومت یو پلاوی په دغه کنفرانس کې ګډون وکړی.
ټاکل شوې چې د اسلامی وحدت کنفرانس د بېلابېلو اسلامی هېوادونو د لسګونه استازو په ګډون په تهران کښې جوړ شی او په یاد کنفرانس کې به د مسلمانانو د یووالی په هکله خبرې وشی.
تر دې وړاندې د اسلامی همکاریو سازمان پلاوی هم کابل ته سفر کړی و او د سرپرست حکومت له یو شمېر چار واکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ