د پکتیا ولایت لپاره نوی والی پر دنده پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، چې د حکومت د امیر د ځانګړی حکم پر اساس د پکتیا لپاره نوی والی مولوی مهرالله حماد د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې وپېژندل شو.
نوی والی په خپلو خبرو کې پکتیا ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په پوره اخلاص او صداقت به شته ستونزو، غوښتنو او وړاندیزو ته رسېدنه کوی.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال، د پکتیا پخوانی والی، مرستیال والی، امنیه قومندان، او د ولایتی ادارې یو شمېر رییسانو برخه اخیستې وه.
د پکتیا لپاره نوی ټاکل شوی والی تر دې وړاندې د ۲۰۵ البدر قول اردو د قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.