کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې سرپرست افغان حکومت د المان او منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو د غوښتنې په غبرګون کې ویلی، چې د پراخ بنسټه حکومت جوړېدل او د ښځو د حقونو تامینېدل د افغانستان کورنۍ مسله ده.
د منځنۍ آسیا هېوادونو مشرانو او د آلمان لومړی وزیر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلی، دوی یو داسې سوله ییز او باثباته افغانستان ته ژمن دی، چې بشری حقونه په ځانګړی توګه د ښځو او نجونو حقونه په کې خوندی وی.
د سرپرست حکومت ویاند د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلی، چې اوسنی حکومت ټول ګډونه او د ښځو حقوق هم په کې تامین دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ