پاکستانی پولیسو د اسلام آباد څنډو کې ۸ سوه افغان کډوال نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پولیسو د اسلام آباد په څنډو کې د عملیاتو پر مهال ۸ سوه افغان کډوال نیولی دی.
پاکستانی رسنیو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له قوله زیاته کړې، چې ۴ سوه هغه کسان چې د اوسېدو کارتونه یې درلودل، خوشې شوی او ۳۷۵ نور به له دې امله ووېستل شی، چې اسناد نه لری.
پاکستانی رسنیو ویلی، چې دغه عملیات د بهارا کهو، ترنول، مهرابادیان، ګلره او شمس کالونۍ په سیمو کې شوی دی.
تر دې مخکې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد کابینې د یو نیم میلیون کډوالو د وېستلو پلان تصویب کړی، چې د اوسېدو اجازه نه لری.
د دغه پلان تصویب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.