مریم نواز وایی، نواز شریف له کړکېچه د پاکستان وېستلو لپاره بېرته هېواد ته ستنېږی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۰ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې د مشرتابه غړې مریم نواز وایی، پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له کړکېچ څخه د پاکستان د وېستلو لپاره دغه هېواد ته ستنیږی.
د نواز شریف لور مریم نواز پرون په لاهور کې د ګوند ځوانانو څانګې په غونډه کې دا خبره کړې ده.
ټاکل شوې چې نواز شریف له څو کلنې جلاوطنۍ وروسته د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۱ له بریتانیا څخه خپل هېواد ته ستون شی. مریم نواز له ګوندی ملګرو غوښتی چې د شریف هرکلی ته راووځی.
نواز شریف په ۲۰۱۷ کال د فساد په تور د سترې محکمې له خوا له واکه لرې او بیا په ۲۰۱۸ کال د تل لپاره له سیاست او واکه منع شو.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.