د کونړ د مرکز اړوند کلیو کې پلې شوې د لمریزې برېښنا پروژې د فساد له امله لا هم ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی

د کونړ د مرکز اړوند کلیو کې پلې شوې د لمریزې برېښنا پروژې د فساد له امله لا هم ګټې اخیستنې ته نه دی سپارل شوی
راپور : سپین غر
د دې پروژو له ډلې یوه یې د مرکز اړوند د څنګ لورې کلی چغان کې درې کاله وړاندې پیل شوه، خو لا یې هم ګټې اخیستنې چارې نه دی بشپړې شوی.
په دې پروژه ۹،۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د لګښت نوی سلنه یې د ولسی تړون پروګرام او لس سلنه یې د ولسی وګړیو له لورې ورکړل شوی دی.
د ګهیځ موندنې ښیی چې د پروژو په تطبیق کې ترسره شوی فساد د دې لامل شوی چې چاری یې د قرارداد په اساس په ټاکلی وخت ترسره نه شی.
په چغان کلی کې دا پروژه درې کاله وړاندې پیل شوې، چې د سیمې د اوسېدونکو په وینا تر اوسه یې یوازې د برېښنا د پایو او څو ځایه لېن غزونې پرته نور ټک کار نه دی شوی.
د دغې سیمې یو تن ځوان او د چغان د ځوانانو اصلاحی شورا غړی صفت الله ودان یې په اړه وایی:
((زموږ کلی درې کلستره دی. درې کاله وړاندې یعنې په (۲۰۱۸) ز کال کې یې پرانېسته شوې او قرارداد داسې شوی ؤ، چې په یو کال موده کې به ګټې اخېستنې ته چمتو کېږی، خو تر اوسه یې کارونه په ټپه ولاړ دی. موږ د کلیو او پراختیا رئیس، د ولسی تړون له مسؤولینو او نورو چارواکو سره وکتل. هغوی د ستونزې د حل ژمنه کوی، خو تر اوسه کار لا هم په ټپه ولاړ دی.))
نوموړی همدا راز د همدې پروژې پر کېفیت نیوکه لری او وایی، چارې یې د قرارداد په اساس نه دی ترسره شوی:
((د پروژې کارونه د پروپوزل مطابق ځکه نه دی، چې موږ د پروژې پروپوزل لیدلی دی. موږ شکایت هم کړی، خو سر نه نیسی. په پروپوزل کې دی چې یوه پایه به له بلې څخه (۲۰) یا (۲۵) متره زیاته اندازه فاصله کې نه ودریږی، خو ولې دوی د (۴۰) نه تر(۵۰) متره پورې فاصله کې یوه پایه درولې ده. بل د لېن کېفیت ډېر خراب دی. په پروپوزل کې لېن پېړ او ډبل ښودل شوی، خو دوی نری لګولی، چې اوس یې ډېری برخې خرابې او کږې شوی دی. لېنونه هم څه شلېدلی او څه جاخه شوی دی.))
موږ معلومات ترلاسه کړی وو چې د دغو پروژو لپاره د سولری ښیښو د ایښودلو ځای نشتوالی ستونزه هم شته.
په دې اړه د دغې سیمې یو بل اوسېدونکی ضیاء الدین وایی:
((بالکل، د ځای ستونزه هم وه چې بیا موږ په نږدې سیمه کې ورته یو زراعتی پټی اجاره کړ، خو ستونزه بیا هم حل نه شوه. تر اوسه یوازې ایله د ښیښو پرېمونه یا چوکاټونه لګېدلی او بس.))
د ستونزو نښه کېدو په اړه ودان وایی، زیاتې ستونزې د ولسی تړون په کلیوالی شوراګانو کې دی. د ده په خبره دغو شوراګانو کې د بې سواده کسانو شتون او د یوې ګېډې خوراک یا پکول په بدل کې د ډېر څه له لاسه ورکولو ستونزه موجوده ده.
د ګهیځ له لوری په موندل شویو اسنادو کې لیدل کېږی، چې پایې باید د (۲۰) مترو څخه تر (۲۵) مترو واټن کې وی. همدا راز د عمومی لېن ډبلوالی باید (۵۰) ملی متره وی. دغه ډول د پایې یا برېښنا ستنې جوړښت داسې دی چې د پایې ډبلوالی (۲۵-۳۵) ملی متره پورې وی. د پایې بل جوړښت باید په دې ډول وی، په پیل کې قطر(۵) اینچه تر ځمکې پورې، بیا(۴)اینچه او په پای کې (۳) اینچه وی.
د دې ترڅنګ باید په هره درېیمه پایه کې ایرت کیټ یا د تالندې او تندر مخنیوی لپاره د ارت سیسټم نصب شی او داسې نور، خو د دمکلی د کلی یو تن اوسېدونکی شفیق الله وایی:
((زموږ په سیمه کې هم دغه پروژه پیل شوې. ډېر وخت یې وشو چې کارونه یې یوازې د پایو او لېن غزولو پورې شوی. نه په کې د ارت کوم څه شته او نه د پایو ټینګولو کوم سیسټم.))
هغه وایی یوازې د پاور هاوس یا هغه ځای چې بطرۍ په کې کېښودل کېږی، دغه ځای کې د ارت سیسټم شته او بس. پایې چې باید په تدریج سره یې قطر کم شی، دغسې نه دی شوی. د نوموړی په خبره د بخارۍ نل په شان پایې یې ودرولی چې اوس د وخت تېرېدو له امله یې زیاتې برخې بېرته خرابې شوی او لېنونو کې یې د ګلیپرانونو تارونه نښتی او له ځان سره یې اړولی یا جاخه کړی دی.
ورته خبره د چغان ځوانانو شورا غړی صفت الله ودان هم وکړه. نوموړی زیاتوی چې نه یواځې دغه کار نه دی شوی، بلکې د پایو ټینګولو لپاره یې د ځواکمنتیا تدابیر هم له پامه غورځولی.
د کونړ ولایت د ولسی تړون عمومی مسؤول انجینر سېد حسېن نجات دغه ستونزې تر یوه بریده منی، خو وایی:
((موږ د اسعدآباد سیمه چې یوه اطرافی سیمه کې شمېرل کېږی، په کې څلورو برخو کې د پروژو صلاحیت درلود؛ د څاه ګانو کېندل، سولری برېښنا جوړول،کانونه وېستل، ترانسپورت برخه، موږ له دغو برخو د خلکو په مشوره د سولری برېښنا جوړول وټاکل، چې اوس د کونړ مرکز سربېره په نرنګ او پېچ درې ولسوالیو کې دغه پروژې لرو. موږ د وسایلو لپاره(۲۵) شرکتونه لرو چې د دوی له منځه یوه سره قرارداد کېږی او بیا پیسې په قسطوار ډول ورکول کېږی. اوسمهال په کونړ کې زیات شمېر پروژې بشپړې دی، خو اصول داسې دی چې ترڅو شرکت پیسې نه وی ترلاسه کړی، هېڅوک دا صلاحیت نه لری چې پروژه ګټې اخېستنې ته وسپاری.))
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د څاګی او کړمار په سیمو کې دغه ډول پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، دا ولې؟ او یا هم د کرهالې په زورمنډۍ سیمه کې د پروژې کارونه بشپړ شوی، پرانېسته یې د څه لپاره ځنډېدلې ده؟
په اړه یې نجات وایی:
((هغه په غیرې رسمی ډول سپارل شوی او شاید مسؤولیت یې د شورا مشر یا یو کس اخېستی وی. ټولې پروژې موږ په غیرې رسمی ډول ځکه نه شو ګټې اخیتسنې ته ورکولی، چې د سامان ورنټۍ او ګرنټۍ مسایل بیا په کې نه مراعت کېږی.))
نجات په اوږد واټن کې د پایو نصب کولو په اړه وایی:
((موږ ساحې ته ګورو. موږ سره په افر کې پوښ داره لېن نه شته، خو په دې برخه کې شرکت خپله پرېکړه کوی. بل د لېن ډبل والی مسأله ده. لېن کې موږ ولټاژ ته ګورو بیا هغه ډول لېن کاروو؛ ځکه په پروپوزل کې چې څه دی، هغه اټکلی او تخمینی دی، کولای شو ساحې او حالاتو ته په کتو په کې بدلون راولو.))
د کونړ ولایت د ولسی تړون عمومی مسؤول انجینر سېد حسېن نجات وایی، خرېداری د شورا د خریدارۍ کمېټه او مسؤول انجینر کوی. په خبره یې که پر کومې برخې شکایت شتون درلود، نو بیا شکایت ته کتل کېږی. که شکایت د شورا په اړه وی او که د شرکت په اړه، دوی یې د څېړلو لپاره لاس په کار کېږی.
نوموړی د ارت لېن په اړه وایی، دا دومره لوی ولټاژ برېښنا نه ده. یوازې د لایټینګ یا رڼا لپاره د شپې پرمهال د شپږو ساعتونو لپاره ده، نو ځکه اړتیا نه شته چې هر ځای موږ ارت جوړ کړو.
د دغې ادارې یو بل تن انجینر محمد عارف سهاک د پروژو ځنډ په اړه وایی:
((موږ ته پیسې په قسطوار ډول راکول کېږی. نړیوال بانک یې کلیو او پراختیا وزارت ته ورکوی او بیا موږ ته راځی. شرکت ته خریداری د معلومو کسانو له لوری کېږی چې یو منظم سیسټم لری، څو چې موږ ته پیسې رانه شی، موږ هېڅ نه شو کولای.))
سهاک زیاتوی، په کلیو کې مخالفتونه ډېر وی، چې له امله یې زیات وخت عادی مخالفتونه ستونزې جوړوی او پروژې له ځنډ سره مخ کوی، خو په وینا یې دوی کوښښ کوی چې ستونزې ژر حل کړی چې تر یوه بریده توانېدلی هم دی.
بلخوا د ولسی تړون مسؤول سېدحسېن نجات د دغو پروژو د نظارت په اړه وایی:
((نظارت به یې ولسی خلک کوی، موږ منظم فورم ورکوو، په هغې کې د حفظ مراقبت ټول شرایط شته.))
دا چې په زیات شمېر سیمو کې هم د دولتی برېښنا پایې او تقریبا برېښنا یې هم د وېش په حال کې ده او هم د سولری یا لمریزې برېښنا سیسټمونه جوړېدونکی دی، د چارو د څارونکو په باور باید د دواړو برخو چارې باید سره مدغم شوې وی، څو لا نور مؤثر او ګټور ثابت شوی وای.
خو د دغو څارونکو د نظر ځواب انجینر نجات داسې ورکوی:
((موږ په دغه برخه کې د شوراګانو پرمټ د برېښنا ریاست څخه استعلام کړی وو. هغوی په ځواب کې لیکلی وو، چې تر راتلونکو پنځو کلونو پورې موږ په دغو سیمو کې د برېښنا وېش پلان نه لرو، چې له هغې مودې اوس څلور کاله تېریږی.))
که څه هم په (۱۳۹۲) هـ ل کال کې د کونړ په مناګی سیمه کې د دوه نیم میګاواټه په ظرفیت برېښنا بند جوړېدو کارونه پیل شول، چې باید په درې کالو کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوی وای، خو د خورا ډېر ځنډ وروسته ایله سږ (۱۴۰۰) هـ ل کال کې یې فعالیت پیل کړ چې لا په ازمایښتی پړاو کې دی، خو بیا هم د بېلابېلو ستونزو له امله وخت ناوخت فعالیت یا برېښنا بنده وی. د همدغې برېښنا د وېش لپاره هم پایې غزول شوی چې په زیاتو سیمو کې یې ترڅنګ د لمریزې یا سولری برېښنا پایې هم ولاړې دی، خو لا هم زیات ولس د دغو دواړو برېښناګانو ترمنځ د انتظار شپې – ورځې په تیارو کې تېروی.
بلخوا د ولس روښانفکره پوړ له مرکزی حکومت او نړیوالو څخه غواړی چې نور دې دوی په لنډ مهاله او بې کېفیته پروژو نه غولوی. دوی غوښتنه کوی چې د دغه ډول لنډمهاله چارو پرځای دې د کونړ پر سرشاره اوبو لرونکی سیند باندې د برېښنا سترو بندونو په جوړولو کار وکړی، څو د ځایی اوسېدونکو سربېره د هېواد د نورو برخو ستونزې هم د برېښنا په برخه کې له دې لارې هوارې شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.