“اسلام آباد”، د پرون دوست که د نن دښمن؟!

د بی بی سی راډیو پر پښتو ویب پاڼه یو راپور خپور شوی چې په ترڅ کې یې د پاکستان د پولیسو له خوا د شا او خوا زر تنه هغه افغانانو د نیول کېدو خبر ورکړی چې د پلازمینې اسلام آباد په ګډون د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې هستوګن وو او په مینځ کې یې تر نیمایی زیات داسې کسان هم دی چې په پاکستان کې د اوسېدو قانونی اسناد له ځان سره لری.
د یاد راپور پر بنسټ په اسلام آباد او شا او خوا سیمو کې د پاکستان پولیسو او د دې هېواد استخباراتی ادارو یو لړ عملیات کړی چې په ترڅ کې یې دا ډله افغان وګړی نیول شوی او د دوی په خپل اعتراف پدې مینځ کې ډېر داسې کسان دی چې هلته د اوسېدو قانونی اسناد له ځان سره لری.
د پاکستانی چارواکو په وینا ۳۷۵ کسه افغانان چې د دوی په خبره د پېژندنې هېڅ ډول اسناد نه لری هلته بندیان شوی دی او ۲۵ نور افغانان به تر هغه په بند کې ساتل کېږی چې اسناد یې تصدیق شی او د پاکستان د استخباراتی ادارو په وینا به د دې چارو تر بشپړېدو وروسته به نیول شوی افغانان له پولې اړول کېږی.
په پاکستان کې د خوارو او بې سرپناه افغانانو د نیول کېدو چاره نوې نده، په افغانستان کې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور د اوومې تر کمونیستی کودتاه را وروسته بیا تر ننه پدې اوږده موده کې د پاکستانی پولیسو او چارواکو له خوا د خوارو، جګړه ځپلیو او بې سرپناه افغانانو ځورونه او په بېلابېلو بهانو د هغوی نیول کېدل او زندانی کول را روان دی او معلومه هم نده چې دا لړۍ به تر څومره مودې نوره همداسې روانه وی.
یو توپیر چې اوس پدې لړ کې راغلی هغه دا دی چې پاکستانی پولیسو او د “اسلام آباد”!!! چارواکو که پرون خوار او مهاجر افغانان نیول، بندیان کول یې او آن وژل یې نو سیاسی او مرکزی چارواکو یې کم تر کمه په ډاګه او دومره صراحت دا ډول کړنې نه تأییدولې او که یوازې په ظاهری لهجه او د رسنیو په مخ کې هم وو، نو افغانان یې جګړه ځپلی میلمانه بلل، خو په اسلام آباد کې د ښاغلی انوارالحق کاکړ تر مشرۍ لاندې د لنډمهاله حکومت په رامینځ ته کېدو سره، د دې ځای د واکمنو او آن په خپله د ښاغلی کاکړ لهجه په بشپړه توګه بدله شوې او لنډمهاله صدراعظم د دې پر ځای چې دوه اړخېزې اړیکې او یا ډیپلوماتیک آداب مراعات کړی د رسنیو په مخ کې نارې وهی چې مونږ د افغانستان په خاوره کې پوځی عملیات کوو او یا دا چې باید په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له خوا ونیول شی او بېرته دې له پولې واړول شی.
شاید د ښاغلی کاکړ د همدې ارشاداتو برکت به وی چې په اسلام آباد او شا او خوا ښارونو کې مېشت افغانان شکایت کوی چې آن هلته د اوسېدو د رسمی او قانونی اسنادو په درلودو سره یې هم د پاکستان پولیس نیسی او بیا یې له کورنیو څخه د خلاصون په بدل کې د پیسو غوښتنه کوی!
دا هم یو تریخ حقیقت دی چې متأسفانه زمونږ هېواد وال هم د پاکستانی پولیسو او چارواکو له ټولو نادودو او بد چلن سره سره د وړو وړو خبرو او وړو وړو ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته روان وی چې هلته بیا ترې ګڼې ستونزې او ناخوالې رابرسېره کېږی.
پدې وروستیو کې چې یوې خواته د پاکستان د حکومت او نیمه پوځی واکمنۍ د خپلو وسله والو مخالفینو تر جدی او کلکو ګوذارونو لاندې راغلی او آن د خیبرپښتونخواه ایالت له پولو ور اوښتی او په پنجاب کې یې هم د پولیسو مرکزونه په نښه کړی، بل خوا د دغه هېواد په سیاسی محاذ کې ناکراریو او د شته حکومت پر ضد اعتراضونو زور اخیستی، نو د ښاغلی کاکړ او د اسلام آباد د انتظامیې زور هلته پر مېشتو یا د درملنې ته پر ورغلیو خوارو افغانانو رسېدلی دی.
د اسلام آباد چارواکیو دا ګواښ هم کړی چې په پاکستان کې مېشت ګڼ شمېر نا ثبت شوی او د دوی په خبره ناقانونه افغان کډوال به له دغه خاورې بېرته افغانستان ته ولېږی، چې د چارو د څارونکو په نظر شاید دا خبره هم هسې تش ګواښ او د افغانانو د د ډارونې لپاره وی، ځکه هلته مېشت افغانان که قانونی دی که غیر قانونی، د دوی لپاره له کلونو را پدېخواه د پیسو یوه وړیا خزانه ده او شاید د اسلام آباد واکمن په آسانۍ سره د خزانې دغه کلۍ له لاسه ورکول خوښ نه کړی.
اوس دې ټولو ته په کتو مونږ ته په کار ده چې له پاکستان سره د هر ډول تعامل پر وخت دا ټکی په یاد ولرو چې د اسلام آباد واکمنو، د دې هېواد د پوځی ځواک تر تیاره سیوری لاندې، د تاریخ په اوږدو کې د خپلو خلکو او ګاونډیانو سره پر صداقت ولاړ چلند ندی کړی او هېڅ معلومه نده چې د افغانستان او افغان کډوالو په اړه به د دوی د واکمنو ګواښونه او سیاستونه څومره پر رښتیا او صداقت ولاړ وی؟ پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.