خاص کونړ کې د میاشتې زرګونه ټنه نفرایټ ډبرې په غیر قانونی ډول استخراج کېږی، چې لاسته راغلی عاید یې د زورواکو جېبونو ته ځی

خاص کونړ کې د میاشتې زرګونه ټنه نفرایټ ډبرې په غیر قانونی ډول استخراج کېږی، چې لاسته راغلی عاید یې د زورواکو جېبونو ته ځی
راپور: سپین غر
د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا په خپور شوی جدول کې ښکاری چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کانونو له شاوخوا (۷۴۸) ساحو څخه نږدې (۲۸۳) ساحې د حکومت له وسله والو مخالفینو، (۲۸۱) ساحې له حکومت او پاتې نورې ساحې د زورواکو په واک کې دی. د دغه وزارت د وینا پر بنسټ یاد معلومات یې د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۹ لمریز کلونو تر پایه پورې راټول کړی دی.
کونړ چې د هېواد نورو ولایتونو په پرتله غرنی دی، په لرې پرتو سیمو کې د معلوماتو له مخې په (۱۲۷) هغه ساحې چې قیمتی ډبرې لری، زورواکی پرې واکمن او په غیرې قانونی ډول استخراج کېږی.
زموږ د معلوماتو له مخې د لاجوردو، بېروجو، زمرودو او نورو قیمتی کاڼو کانونه زیات د کونړ په پېچ درې، سیند درې او نورو سیمو کې شتون لری چې همدا اوس هم د حکومت له حاکمو سیمو پرته نورو سیمو کې یې غیرې قانونی کېندنه روانه ده.
کونړ چې د هېواد په ختیځ کې پروت ولایت دی، نږدې اتیا سلنه خاوره یې پر غرونو باندې پوښلې، د دغو غرونو په سینو کې د قیمتی بېلابېلو ډبرو ستر – ستر کانونه شتون لری.
د قیمتی بېلابېلو کاڼو له منځه یو هم نفرایټ او کرومایټ ډبرې دی چې د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ کې د لرې پرتې سیمې اولۍ درې او هاخوا د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په لمنو کې په پراخه کچه کانونه شتون لری.
د معلوماتو له مخې نفرایټ د کرومایټو په پرتله خورا ارزښتمن دی، همدا لامل دی چې اوس د نفرایټو ډبرو کانونه په خورا چټکۍ په دې ولایت کې په غیرې قانونی ډول استخراجیږی.
د دغې برخې د کارپوهانو په وینا افغانستان کې د نفرایټو یو ټن له دوه زره ډالرو نیولې آن تر څلوېښت زره ډالرو پورې پلورل کېږی، چې په بهر کې بیا دا قیمت څو برابره نور هم لوړ دی. کارپوهان زیاتوی، دغه ډبره په سینګار توکو او د بودایی مذهب والا یې د بوتانو او نورو شیانو په جوړلو کې ترې کار اخلی.
د کونړ کانونو ریاست کې یوې سرچینې د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل:
((د کونړ ولایت خاص کونړ ولسوالۍ په لرې پرتو سیمو کې چې د موټرونو لار ورته نه شته او پلی مزل ورته له شپږو نیولې تر اتو ساعتونو پورې دی، یو یې نسبی ناامنه او د سترو غرو لرونکې سیمه ده، چې یو سر یې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سره نښتی. په کونړ او هم هاخوا د ګوشتې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د نفرایټ ډبرو غیرې قانونی استخراج روان دی، چې زیاته برخه په کې د سیمې زورواکو ده او هم په کې شاید یوه اندازه برخه وسلوالو ته هم ورکول کیږی.))
خو بلخوا د خاص کونړ ولسوالۍ د ځوانانو عالی شورا استازی عبدالرحمن خېرخواه وایی:
((دغو سیمو کې نسبی امنیت شته. حکومت امنیتی پوستې جوړې کړی، خو له یادو کانونو حکومت څلورویشت ساعته نظارت نه شی کولای. د اولۍ دره، چنچڼ، شینکی، ولۍ کلی او نورې هغه سیمې دی، چې د دغو قیمتی ډبرو کانونه په کې شتون لری.))
خېرخواه د تېرو څو وختونو په اړه وایی:
((یو تن په سیمه ییزو ارګانونو کې وو. شلګری تخلص یې کاوه. د نوم په اړه یې معلومات راته نشته، خو دومره زور یې درلود چې هره ورځ به یې استخراج کاوه او لارې – سرکونه به یې هم وهل. بیا د هغې وخت حکومت یې مخه د سیمه ییزې حکومتولۍ پرمټ په دې ډول ونیوله، چې په کانونو یې نښې وکړې، ځایونه یې مهرلاک کړل او ځایی خلکو نه یې د ساتلو ژمنه او تعهد واخېست.))
خو د ګهیځ یوې پټې سرچینې بیا په دې اړه داسې وویل:
((که څه هم کله – کله د کانونو د ادارې له لوری د دغو کانونو نظارت کېږی، خو دلته یاد کسان خپل خلک لری.کله چې دوی له مرکز اسعداباد نه حرکت وکړی، نو کان کنستونکی خبر شوی وی او ساحه یې پاکه کړې وی، خو ښکاری داسې چې په لنډ وخت کې یې کار بس شوی. دغې ادارې څو ځل عملیات وکړل، خو پایله یې لنډ مهاله او د تل لپاره نه وی؛ ځکه وروسته بیا هم استخراج هماغسې د پخوا په څېر روان وی.))
دا چې مرکزی حکومت او سیمه ییز حکومت یې د مخنیوی په اړه څه کړی؟
په اړه یې زموږ دغه سرچینه وایی:
((موږ څو ځل له مرکزی حکومت او امنیت شورا سره دا موضوع شریکه کړه. که څه هم مرکزی حکومت جدیت ښیی، خو د کونړ سیمه ییزه حکومتداری یې مخه نه نیسی.))
د سیمې یو بل تن اوسېدونکی چې په راپور کې یې د نوم له ښودلو ډډه کوله، وویل:
((دا چې په هېواد کې ناامنی ده او فساد دی، نو له همدې امله حکومت د هېواد په زیاتو سیمو حاکمیت نه لری، چې یو هم د خاص کونړ ولسوالۍ د اولۍ درې سیمه ده. دلته د غیر مسؤوله وسلوالو په همکارۍ د نفرایټو قیمتی ډبرو استخراج روان دی، چې په میاشت کې نږدې له لس میلیونو نیولې تر پنځلس میلیونو افغانیو پورې نفرایټ ګاونډی هېواد پاکستان ته قاچاق کیږی.))
بلخوا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه ادعاء نه منی، چې ګواکې د دوی وسلوال دې د ډبرو په استخراج کې لاس ولری، خو ولې دا تاییدوی چې د سیمې خلک یې په استخراج او انتقال کې لاس لری.
د ده په خبره دوی یې ځکه مخنیوی نه کوی، چې په وینا یې جنګی وضعیت دی او خلک هم ګڼ مجبوریتونه لری، نو له همدې امله د دغې چارې مخه نیول ستونزمن دی.
دکانونو وزارت د معلوماتو له مخې (۲۸٪)سلنه کانی ساحو معدنی مواد د هېواد بهر پلورل کېږی او عمدتاً پاکستان ته لېږدول کیږی.
د راپورونو له مخې د امریکا د ځمکې پېژندنې سازمان(USGS)سروې له مخې د افغانستان طبیعی زېرمو ارزښت په اټکلی ډول تر یو تریلیون ډالرو رسېږی چې دغه سلنه کې د افغانستان دېرشت سلنه طبیعی زېرمې شاملې دی. د سوېډن، برېتانیا، شوروی اتحاد د ګډې سروې او هغه وروستۍ سروې چې د (USGS) له خوا ترسره شوې، دغه معلومات ترې ترلاسه شوی دی.
په دغه طبیعی شتمنۍ کې اوسپنه او له اوسپنې پرته زېرمې لکه: لیتیوم، ستراتژیک منرالونه، یورانیم، امبیوم او نور شامل دی، چې د ژوندانه په بېلابېلو برخو لکه: صنعت، تکنالوژۍ، درمل جوړونې، زینت او نورو برخو کې خورا ډېر استعمالېدونکی دی.
د روانو چارو د څارونکو په باور افغانستان کې د ترېلیونه ډالرو په ارزښت د قیمتی ډبرو او جواهرو د قاچاق لوی لامل روانه تپل شوې جګړه ده، چې په وینا یې که د جګړې مخه ونه نیول شی، د وخت په تېرېدو سره به دغه د ترېلیونه ډالرو په ارزښت تر ځمکې لاندې شته کانونه پرته له دې چې هېواد او وګړو ته یې ګټه ورسېږی، ضایع شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.