د کابل- جلال‌ آباد لویه لار بېرته په عادی ډول پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل- جلال‌آباد لویه لار چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د غر ښوویېدنې له امله تړل شوې وه، تېره شپه اووه بجې بېرته د هر ډول تګ – راتګ پرمخ په عادی ډول پرانېستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د ټولګټو چارو وزارت ویلی، دغه لویه لار د سرپرست وزیر له لوری بېرته پرانېستل شوه.
د دوی په وینا، دغه لار د کابل دروازې څخه درې کېلومټره لرې د غر ښویېدنې له امله تړل شوې وه، چې د پاک‌کارۍ چارو په بشپړېدو تېره شپه بېرته پرانېستل شوه.
د کابل-جلال‌آباد لویه لاره د هېواد له مهمو لویو لارو څخه شمېرل کیږی، چې د هېواد ختیځو ولایتونو ته د مسافرو تګ‌ – راتګ سربېره له یادو ولایتونو څخه سوداګریز توکی هم پر همدې لاره کابل او نورو ولایتونو ته وړل کیږی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.