کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.
د دغو رسنیو د خبر پر بنسټ، ټرمپ د خپل مالی وضعیت په اړه د دروغ ویلو له امله له یو میلیارد ډالرو څخه په ډېرې ګټې اخیستو تورن شوی.
د امریکا پخوانی ولسمشر تېره ورځ د نیویارک په منهاټن ولسوالۍ کې یوې ملکی محکمې ته حاضر شو.
د ټرمپ څارنوال کیون والاس ویلی، چې هغه د پورونو او بیمې لپاره خپل مالی وضعیت له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نادرست بیان کړی و.
د نوموړی په وینا، دې کار د ټرمپ مالی ګټه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې او د املاکو بازار ته یې لوی ګوزار ورکړ.
که پر ډونالډ ټرمپ لګېدلی تورونه ثابت شی، ښایی تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو جریمې او په نیویارک کې د هغه پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز ولګول شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ