لغمان کې ۵۲ بېلابېل ډوله مرغان د ښکاریانو له منګلو آزاد شول

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې ویلی، چې لغمان کې ۵۲ بېلابېل ډوله الوتونکی مرغان د ښکاریانو له منګولو خوشې او طبیعت ته آزاد کړل شول.
د چاپېریال ساتنې ملی ادارې مسوولینو ویلی، د لغمان چاپېریال ساتنې ریاست مسوولینو د وحشی ژوو، ماهیانو او الوتونکو د بې رحمانه ښکار د مخنیوی او د ریاست الوزرا مقام د حکم د پلې کولو په موخه، لغمان کې د ښکار د مخنیوی کمپاین پیل کړی دی.
د خبر پر بنسټ، د دغه کمپاین په ترڅ کې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ، کرنې او استخباراتو ریاست د استازو په همغږۍ د مهترلام ښار د الوتونکو د خرڅلاو له مارکېټ څخه څارنه وشوه.
د دې څارنې په پایله کې ۵۲ ډول ډول الوتونکی (باښې، باد خورک او شاهین) مرغان له ځینو اشخاصو او هټیوالو څخه ترلاسه او بېرته طبیعت ته آزاد کړل شول.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.