بښنې سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو د خپل سرو نیولو او د شړلو له امله اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې پر بې پامۍ نیوکه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، دا ډېره د اندېښنې وړ ده، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د نړیوالې ټولنې د پام وړ نه ګرځی.
د پاکستان حکومت تازه اعلان کړی، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه ناقانونه کډوال وشړی.
پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه کې هغه افغانان چې د مېشتېدو کارټونه هم لری، شامل دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.