کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلی، ټول غیر قانونی افغان کډوال د دوی له خپلې خاورې په زوره وباسی.
رویټرز خبری آژانس د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سرفراز بُګتی له قوله خبر ورکړی، چې سږکال په پاکستان کې ډېری بریدونه د افغانانو له لوری شوی دی.
بګتی زیاته کړې، چې شاوخوا یو میلیون او ۷۳ زره غیرقانونی افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوی او دوی باید د نومبر تر لومړۍ نېټې له پاکستانه ووېستل شی.
د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه د پاکستان د کورنیو چارو د سرپرست وزیر د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تېره ورځ یې ننګرهار کې یو ګډ پلاوی د دغه کډوالو راتلو او ځای ځایږنی جوړولو په اړه یو خبری کنفرانس ورکړ.
وړمه ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنه ښودلې.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ