په لغمان ولایت کې له پیسې او واسطې پرته د دولتی استادۍ دنده اخېستل ستونزمنه ده

په لغمان ولایت کې له پیسې او واسطې پرته د دولتی استادۍ دنده اخېستل ستونزمنه ده
خبریال: ذیشان ذهین
د ګهیځ موندنې ښیی چې د لغمان په یو شمېر ښوونځیو کې د پیسو په ورکړې سره د ډېری ښوونکو مقررۍ شوی دی. د دغو موندنو په دوام ګهیځ له هغو ښوونکو سره غږېدلی چې د پیسو په ورکړې سره یې د دولتی استادۍ دنده ترلاسه کړې ده.
دغه ښوونکی چې له ډېرو هڅو وروسته له ګهیځ سره خبرو کولو ته حاضر شول، د هویت پټ ساتلو په شرط یې له ډلې یو تن د خپلې مقررۍ په اړه داسې وویل:
((زه له ادبیاتو پوهنځی څخه فارغ شوی یم. درې کاله مې دنده نه درلوده، هر ځل مې چې سی وی او اسناد اداراتو ته لېږل، بېرته به یې هېڅ معلومات راته نه کېده. تېر ځل مې د دولتی استادۍ لپاره ازموینه هم ورکړه، خو د دندې په ترلاسه کولو ونه توانېدم. اړ شوم چې له دې بلې لارې کار واخلم. هماغه ؤ چې زر ډالر مې یو تن کمېشنکار ته ومنل. نه پوهېږم چې څومره به یې ترې خپله اخېستی وی او څومره به یې بل چاته ورکړې وی، خو ځینې سوالونه یې راسره شریک کړل او د ازموینې تر ورکړې وروسته یې په نښه کړم. هماغه ؤ چې کامیاب شوم. چې داسې ونه کړو، نه کېږی. زما ډېری ټولګیوال چې له ما هم تکړه وو، هماغسې وزګار پاتی. مجبور دی چې یو ورځ نه یو ورځ زما په څېر د پیسو په ورکړې سره ځانته دنده پیدا کړی، کنه همداسې به وزګار پاتې وی.))
د دغو ښوونکو له ډلې بل تن چې موږ سره خبرو کولو ته نه چمتو کېده، د غږ او هویت پټ ساتلو په ژمنې مو اړ کړ چې د خپلې مقررۍ کیسه وکړی.
د ده په خبره مشر ورور یې د نوموړی په مقررۍ کې ۱۲ سوه ډالر ورکړی دی.
دغه کس وړاندې زیاتوی:
((زه ذهنا د ازموینې ورکړې لپاره اماده نه وم. له همدې امله مې زړه نه کېده، چې ازموینه ورکړم، خو مشر ورور مې راته ویل چې فقد د ازموینې په پروسه کې ګډون وکړه، ما یو چا سره د ۱۲ سوه ډالرو په ورکړې سره ستا د مقررۍ خبره کړې ده. زړه نا زړه مې ازموینه کې ګډون وکړ. هماغه ؤ چې د پیسو په بدل کې مې نوم د کامیابو کسانو په لېست کې راغی.))
د دغه فساد له امله ښوونځیو کې زده کوونکی هم له ستونزو سره مخ دی.
لغمان کې د روښان لېسې یو تن زده کوونکی فرهاد الله په دې اړه له ګهیځ سره خبرو کې وویل:
((دغه استادان چې د پیسو په بدل کې مقرر شوی وی، ښوونځیو کې ورسره شاګردان له غټو ستونزو سره مخ وی. درس زده کول خو ترې بیخی ناممکنه ده. که کومه پوښتنه ترې وکړو، یا مو وهی، یا مو رټی او یا هم ازموینه کې قصد راسره کوی. نشو کولی چې غږ پورته کړو.))
پر پیسو د مقررۍ سربېره ځینې ښوونکی د زورواکو او لوړ پوړو چارواکو په واسطې هم مقرر شوی دی.
د ګهیځ د موندنو له مخې پر پیسو او واسطو مقرر شوی ډېری استادان خلاف د رشتی دی، چې نه شی کولی اخېستل شوې زمره په ښه ډول تدریس کړی او شاګردان وپوهوی.
د مشه خېلو د لېسې د دولسم ټولګی زده کوونکی یاسین له همدې کړاوه سر ټکوی. دی وایی:
((ﺯه له دولسم ټولګی څخه سږ کال فارغېږم، خو کیمیا، الجبر او فزیک چې د کانکور ازموینې ورکړې لپاره اساسی مضامین دی، هېڅ راته سم زده نه دی؛ ځکه په لومړیو کې خو مو د دغو مضمونونو استادان نه درلودل او کله چې استادان راغلل، نو د کیمیا مضمون لپاره له ادبیاتو پوهنځی څخه فارغ و او د الجبر مضمون لپاره داسې یو استاد راغی، چې تدریس کې بې اندازې ضعیف ؤ. په راتګ سره به یې موږ ته شاه او تختې ته مخه کړه. شاګرد محوری تدریس یې نشو کولی. همداسې به یې ټول ساعت تختې سره پر خبرو تېر کړ. ایسته به ساعت خلاص شو. د ترقی تعلیم تر لاسلیک وروسته به له ټولګی څخه ووت، نو تاسې ووایئ څرنګه به موږ په کانکور کې د خپلې خوښې پوهنځی ته بریالی شو؟))
پر پیسو او واسطو د ښوونکو مقررۍ په اړه مو د لغمان ولایت مشه خېلو او ګل پاچا الفت نجونو لېسې ترڅنګ یو شمېر نورو لېسو ته سفرونه وکړل، څو معلومه کړو چې دغو سیمو کې نوی مقرر شوی استادان د وړتیا که د واسطې او پیسې په زور راغلی دی. د دغې مسألې د حل لپاره مو له مدیرانو او شاګردانو سره د ناستې غوښتنه وکړه، خو هلته شته مدیران پرته له دې چې موږ ته د دغې څېړنې اجازه راکړی وویل:
((ښوونځیو او لېسو ته د مقرر شویو کسانو په اړه معلومات له پوهنې ریاست څخه واخلئ. مقرر شوی استادان په رسمی چوکاټ کې شامل شوی دی. دا هېڅکله بېرته نه شی لرې کېدلی. تاسو که د مقررۍ برخه کې د فساد په اړه کومه اندېښنه لرئ او څېړنه کول غواړئ، د مهربانۍ له مخې یې زموږ لوړ پوړو مسؤولینو سره شریکه کړئ. دلته د دغې چارې ترسره کولو لپاره موږ اجازه نه لرو.))
کله مو چې دغه مسایل د لغمان پوهنې ریاست سره شریک کړل، هغوی دغه خبرې یوازې د ادعا تر حده وبللې.
د لغمان د پوهنې ریاست ویاند محب الرحمن مالیار له ګهیځ سره په خبرو کې وویل:
((د استادانو د مقررۍ پروسه اوس اصلاحات اداری ته انتقال شوې ده. د لغمان پوهنې ریاست له لوری اوس په دغه مورد کې د فساد مسایل بېخی صفر درجې ته ټیټ شوی دی؛ ځکه اصلاحات اداری بستونه اعلان ته ورکوی. بیا شارټ لېست، ازموینه او نورې ټولې چارې د هماغوی له لوری ترسره کیږی. آن تر نتایجو تر اعلان پورې. موږ ته فقد د اصلاحات اداری له خوا یو مکتوب استول کېږی چې پلانکی د پلانکی زوی یا لور پلانکی کوډ بست کې د دغې رشتې استاد مقرر شو. نو دغه مورد کې د فساد مسایل اوس تر ډېره بریده کنټرول دی.))
د لغمان ولایتی اداره هم دغه چاره کې د فساد د مخنیوی لپاره د جدی اقداماتو یادونه کوی.
لغمان ولایت کې د والی ویاند اسدالله دولتزی له ګهیځ سره په خبرو کې وویل، چې د لغمان ولایت رهبری په ټوله کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدی ده. د ده په خبره د استادانو د مقررۍ په برخه کې د فساد مخنیوی او شفافیت رامنځته کولو لپاره یې کوټلی ګامونه اخېستی او لا یې هم په هڅه کې دی.
دولتزی زیاتوی، ټولو هغو اشخاصو سره به جدی قانونی چلند وکړی، چې په دغه مورد کې پرې د فساد کړنې ثابتې شی.
نوموړی وړاندې وایی:
((ولایتی اداره په خپل ټول توان هڅه کوی چې د فساد کچه صفر ته ټیټه کړی، خو بیا هم دغه برخه کې د ولس همکاری اړینه ده. که په دغه برخه کې له چا څخه د پیسو غوښتنه کېږی، نو باید ولایتی اداره په مستقمه توګه جریان کې کړی، څو موږ یې په اړه جدی او کوټلی اقدامات وکړو او هر هغه اشخاص چې په فساد کې ښکېل وی، عدلی او قضایی ارګانونو ته یې معرفی کړو.))
د ښوونکو په مقررۍ کې د فساد په اړه شته ادعاوې یواځې تر لغمان ولایته نه محدود کېږی، بلکې نږدې په ټول هېواد کې هغه خلک چې د دولتی استادۍ لپاره هلې – ځلې کوی او یا یې تېر کې دغه منډې ترسره کړی دی، په دې باور دی چې د پیسو د ورکړې او یا د واسطې د شتون پرته که هر څومره هم تکړه اوسی، نه شی کولی چې د استادۍ دنده ترلاسه کړی، هغه اندېښنه چې مسؤول چارواکی یې بې ځایه بولی، خو ولس کې بیا د دغه فساد په اړه شته باورونه پر خپل ځای دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.