کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت پېج درې په شیلام دپیرو خوړ سیمه کې د یو ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د خبر پر بنسټ، یاد ډاډسن د تخنیکی عوارضو له امله بې لارې شوی او اوښتی دی.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویلی، چې یاده پېښه کې درې تنو ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان دی.
مړو شویو کې دوه تنه مېرمنې شاملې دی.
د اسعد آباد مرکزی روغتون رییس ویلی، چې دغه پېښه د SAVE The CHILDERN په روغتیایی موبایل ټیم باندې شوې، چې وژل شوی او ټپیان ټول د دغه روغتیایی کارکونکی دی.
د ده په خبره ټپیان په مرکزی روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ