کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې پاکستانی چارواکو د خپلو امنیتی ستونزو پړې ډېره برخه پر افغان کډوالو واچوله، چې د همدې تور له امله یې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې او آن په زندانونو کې د یې د یو شمېر افغانانو د وژنو خبرونه خپاره شول، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې سرپرست افغان حکومت ویاند ویلی، افغان کډوال د پاکستان په امنیتی ستونزو کې لاس نه لری.
نوموړی پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند د منلو نه دی او دغه هېواد باید په خپلې پرېکړې له سره غور وکړی.
نوموړی زیاته کړې، تر هغه چې افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستان څخه راوځی، یاد هېواد دې زغم ولری.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ