کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاستالوزرا د اقتصادی مرستیال په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون په نوبتی غونډه کې د شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو په ارزښت، ۲۵ بېلابېلې پروژې منظورې کړې.
د اقتصادی معاونیت مطبوعاتی دفتر ویلی، چې د ملی تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې، چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور او د دوه نورو بیا لغوه شول.
د سرچینې په خبره، منظور شویو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ او بادغېس کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په بېلابېلو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، د باکیفیته او چټکو انټرنیټی خدمتونو وړاندې کول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دی، چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاری فرصتونه برابر شی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ