کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خدماتو د پروژې دفتر UNOPSله عمومی رییس نیکولاس جورج او د دې ادارې له یو شمېر مسوولینو سره کتنه کې ویلی، چې د منظم مدیریت پرمټ به افغانستان د نړۍ لپاره د خوراکی توکو د تولید سرچینه وګرځی.
د خبر پر بنسټ، په دې کتنه کې د کرنې سرپرست وزیر ویلی، چې کرنه د بشر د خوراکی توکو سرچینه ده.او له شک پرته د افغانستان کرنه به هم د نړۍ د خلکو لپاره د خوراکی توکو د تولید یوه ښه سرچینه وی.
نوموړی د کوکچې سیند پر اهمیت خبرې کړی، چې د بندونو او د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو په پار مناسب ځای دی او د غور ولایت د مرغاب سیند یادونه او د اوبو لګولو په برخه کې یې مدیریت مهم بللی دی.
د کرنې سرپرست ویلی، افغانستان د کرنې لپاره کافی اوبه او مناسبه خاوره لری، چې د مناسب مدیریت پرمټ به ترې په اغېزناکه توګه ګټه پورته شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ