پاکستان افغانستان ته د خپلو ۲۱۲ قلمه صاداراتی توکو صادرات منع کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت افغانستان ته د ۱۷ ډوله پوښاک، د موټر د ټایر، چای، تازه او وچې مېوې، د سینګار او روغتیا د لسګونو تولیداتو او د یو شمېر نورو توکو صادرول منع کړې دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا له پاکستانه افغانستان ته د توکو د واردولو منع کول د دواړو هېوادونو په زیان بولی.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت هم د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د پاکستان له لوری پر لګول شویو محدودیتونو نیوکه وکړه.
د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونې د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتی، چې د ټرانزیټ په برخه کې دې د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه وکړی.
تر دې وړاندې هم پاکستان په کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو د ټرانزیټ بندیزونه لګولی وو، چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان واوښت.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.